پاکستان؛ ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي
۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبهد موټروې پولیس په وینا په پېښه کې ۶۴ کسان ټپیان شوي هم دي. د موټروې پولیسو ویاند ثاقب وحید، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په سرویس کې د واده د مراسمو ګډونوال سپاره وو چې له اسلام اباد څخه لاهور ته روان ول. د هغه په خبره د ۱۳ ټپیانو وضعیت کړکیچن دي.
کوهاټ تونل کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه شوي
د ویاند په خبره سرویس تر چپه کیدو دمخه د مقابل لوري لږ تر لږه درو موټرو سره جنګیدلی دی. زیاته شوې ده چې لومړنۍ څیړنې ښيې چې پېښه په بې پرواې د موټر چلولو له کبله رامنځ ته شوې ده.
ویل شوي دي چې کله سرویس موټر مخ پر ځوړه په تیز سرعت سره روان وو نو ناڅاپي یې بریکونو کار پریښی دی. اټکل کیږي چې د مړو شمیر لا پسې لوړ شي، ځکه چې د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په پاکستان کې د خرابو زیربناوو، د موټرو د نامناسب ترمیم او په بې پروایي سره د موټرو د چلولو له کبله تل دغه ډول ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي. تیره میاشت په کوټه کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴۰ کسان مړه شول.