۲۰۱۷ کال اروپا ته پر لار۳۰۰۰ مهاجر مړه شوي
د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر مياشتې تر شلمې نزدې ۱۶۰ زره مهاجر يوازي د سمندر له لارې اروپا ته رسيدلي دي. د مهاجرت په چارو کې د م.م. نړيواله اداره وايي چې په ياده موده کې ۲۹۹۲ تنه نور پر لارو مړه يا لادرکه شوي دي.
له سمندري لارو اروپا ته رسيدلي مهاجر
د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو ادارې(UNHCR) له خوا د نوامبر مياشتي پر ۲۰مه خپاره شويو ارقام ښيي چې، د ۲۰۱۷م کال له پيله تر يادې نيټې پوري ۱۵۷۷۶۷ تنه مهاجر له سمندري لارو اروپا ته رسيدلي دي. په دغو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې د نايجريا او سوريې هيوادونو دي.
ايتاليا، يونان او اسپانيا
دا هغه درې هيوادونه دي چې مهاجرو سږکال اروپا ته د رسيدو په موخه ځانونه لومړی دغو هيوادونو ته رسولي دي. د مهاجرو له مجموعي ډله څخه تر ټولو زيات شمير يې(۱۱۴۳۰۹) ايتاليا، ۲۶۴۹۹ تنه يونان او پاتې ۱۶۰۲۷ تنه يې اسپانيا ته رسيدلي دي.
نارينه مهاجر: ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه
د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر تر شلمې نيټې (۱۰ مياشتې او ۳ اوونۍ) پوري، اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې نارينه دي. نارينه د ټولو ۱۵۷۷۶۷ تنو مهاجرو ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه برخه دي.
ماشومان ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه
تر نارينه مهاجرو وروسته په دويم ګام کې د ماشومانو شمير لوړ دی. ماشومان د ټول ټال نژدې۱۶۰ زره مهاجرو ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه برخه دي. دغه انځور چې يو مهاجر ماشوم پکښې ښکاري د يونان په لیسبوس ټاپو کمپ کې اخيستل شوی دی.
ښځې ۱۳ سلنه
د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر تر شلمې اروپا ته د رسيدلو۱۵۷۷۶۷ تنو مهاجرو ۱۳ سلنه برخه يې ښځي دي. اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات د نايجريا او بيا د سوريې دي.
نژدې ۳۰۰۰ تنه مړه او ورک شوي
د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د اټکل له مخې، د روان کال له پيله د نوامبر مياشتې تر ۲۰مې نيټې( ۱۰مياشتې او ۳ اوونۍ) پوري ۲۹۹۲ تنه مهاجر اروپا ته د تلو پرمهال په لارو کې مړه او ورک شوي دي. ډير مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو په پيښو کې مړه شوي دي.
۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶
په ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته له سمندري لارو ۲۱۶۰۵۴ تنه مهاجر رسيدلي ول. په دغه کال ۳۵۳۸ تنه مهاجر په لارو کې مړه او يا ورک شول.
۲۰۱۵ اروپا ته د مهاجرت کړکيچ اوج
په ۲۰۱۵م کال کې اروپا ته يوازي له سمندري لارو ۱ ميليون او ۱۵ زره مهاجر ورسيدل. په دغه کال ۳۷۷۱ تنه مهاجر پر لارو مړه او يا لادرکه شول. دا له دويمې نړيوالي جګړې وروسته لومړی وار وو چې اروپا ته دومره زيات شمېر مهاجر راغلل. دا اروپا ته د مهاجرت کړکيچ د اوج کال وو.
۲۰۱۶م کال ۳۶۲۷۵۳ تنه مهاجر
په ۲۰۱۶م کال کې د سمندري لارو ټول ټال ۳۶۲۷۵۳ تنه مهاجر اروپا ته ورسيدل. په دغه کال ۵۰۹۶ تنه مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه يا هم ورک شول چې دا د مهاجرو د تلفاتو تر ټولو لوړ ارقام ښودل شوي دي. له همدې امله د مديترانه سمندرګي ته په دغه کال د «مهاجرو هديرې» په نوم ياد کړل شو.انځورنه: د دويچه ويله آرشيف د ارقامو سرچينه: د مهاجرت نړيوالې ادارې (UNHCR) ويب پاڼه. ترتيب کونکي: محمد کريم صالح.