یونیسف: په افغانستان کې د زرګونو ماشومانو ژوند په خطر کې دی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهیونیسف په یوه ټویټ کي لیکلي دي: «موږ په افغانستان کي د روغتیايي خوړولو له پاره د بودجې له کمښت سره مخامخ یوو.»
یونیسف له خوارځواکۍ سره د مخامخو ماشومانو له پاره دغه روغتیايي خواړه چمتو کول «ژغورونکي» ګڼلي او ویلي یې دي چي په هغه صورت کي، چي د دې خوړو له پاره اضافي بودجه ونه لري «ښايي په زرګونو ماشومان د سختي خوارځواکۍ له امله ومري.»
د یوې بلي ویډیويي اعلامي پر بنسټ، چي دغه سازمان خپره کړې ده، د یونیسف د تغذيې د څانګي مسؤل ګالوین ویلي دي، چي سږکال ۸۷۵ زره ماشومان له سختي خوارځواکۍ کړیږي.
ګالوین ویلي دي:« سخته خوارځواکي په لنډ وخت کي انسان وژني او د عمر په اوږدو کي یې پر ذهني ودي اغېز ښندي.»
اړوند: يونيسف: هرکال ۱۲ ميليونه ماشومان اجباري وديږي
یونیسف ویلي دي، د سختي خوارځواکۍ د درملني له پاره روغتیايي خواړه چمتو کول ډېر اغیز لرونکي دي او کولای سي، چي په اتو اونیو کي دغه ستونزه حل کړي. خو دغه بنسټ وايي، اوسمهال د دغو روغتیايي خوړو د چمتو کولو له پاره د بودجې له کمښت سره مخامخ دي.
اړوند: «په افغانستان او سویلي اسیا کي په میلونونو کوچنیان مرستي ته اړ دي»
نه یوازي یونیسف بلکي د ملګرو ملتونو نوري ادارې هم افغانستان ته په مرسته رسولو کي د بودجې له کمښت سره لاس او ګرېوان دي. ملګرو ملتونو ویلي دي، چي سږکال افغانستان ته د مرستو لېږلو له پاره ۴،۶ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري، چي تراوسه يې یوازي اووه سلنه تامین سوې ده.
له یوې خوا د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي بندیزونه او له بلي خوا نورو نړیوالو کړکیچونو د مرستندویه هیوادونو پاملرنه اوښتل د دې سبب سوي دي، چي له افغانستان سره په ژمنه سویو بشري مرستو کي کمښت راسي.