یحیی سنوار د حماس ډلې د سیاسي مشر په توگه وټاکل سو
۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبهاعلان
اټکل کیږي چی په غزه کی د حماس د ډلې لوړپوړی مشر، سنوار پر اسرائیل باندې د اکتوبر د ۷ مې نیټې د بریدونو اصلي طراح شمیرل کیږي چې له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل سول.
حماس ډلې تر دغه برید وروسته سلګونه کسان برمته کړي ول چې بیا وروسته د نومبر میاشت کې د یوه جوړجاړي له مخې نیږدې نیمايي یې آزاد شول.
نوموړی په ۱۹۶۲ م کال کې د غزې د تراډې په جنوب، خان یونس ښار د کډوالو په یوه کمپ کې زیږیدلی او د ۱۹۸۰ مو کلونو په وروستیو کې د حماس د ډلې له بڼسټ ایښودونکو وو.
حماس د اسرائیل، آلمان، اروپایی ټولني، امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگر سازمان په توگه درجه بندي سوی دی.
GP/AH/AG