په چمن کې د زرګونو خلکو اعتراضیه پرلت لا هم دوام لري
۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبهنن شنبه د (د ۲۰۲۳ دسمبر ۲ مه) ۴۳ مه ورځ ده چې د سویلي پښتونخوا په چمن کې زرګونه کسانو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون اعتراضیه پرلت کینولی چې پر سپین بولدک او چمن دروازه باندې به تګ او راتګ په پاسپورټ او ویزه تر سره کېږي.
د چمن پرلت یوه مشر غوث الله وایي، چې د دې احتجاج او پرلت څخه یې هدف دا دی چې دوی ته دې د پخوا په شان په چمن او سپین بولدک کې بې له پاسپورټ د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.
هغه پرلت ته په وینا کې وویل، په دې لاره ورته د پاسپورټ جبري کول په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.
نوموړي زیاته کړه :«موږ یوه غوښتنه لرو. موږ په بارډر په پاسپورت تګ او راتګ نه کوو، موږ ته دې دروازه همداسې راخلاصه کړي. موږ تګ او راتګ غواړو او موږ روزګار غواړو. موږ هر چا ته وایو چې دا زموږ د سلګونو او زرګونو کلونو لاره ده.»
د دې پرلت د ګډنوالو بله غوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره ناوړه چلندودرول شي او په بد چلند سره د افغان کډوالو د اخراج روانه لړۍ دې پای ته ورسيږي.
د چمن پرلت ته په تېره یوه نیمه میاشت کې د پښتنو د ملتپالو ګوندونو او ولسي خوځښتونو مشران هم ورغلي ول او په خپلو ویناو کې یې د چمن خلکو د دې اعتراضیه پرلت د غوښتنو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
په سویلي پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر اصغرخان اڅکزي د چمن پرلت ته په خپله وینا کې وویل، دوی د دې ولسي غونډې د غوښتنو په کلکه ننګه کوي او په وینا یې د چمن غونډې سره همهاله ټولو ملتپالو ګوندونو په ټولو ښارونو کې «د پاسپورټ په سر نا روا نظام او د افغانانو سره د ناسم چلند پر خلاف» غږ پورته کړی دی.
اڅکزي وویل: «نن په ټوله جنوبي پښتونخوا کې او په ټول وطن کې د ملتپالو وطنپرستو ګوندونو ستاسې په حق کې په هر ښار کې مظاهرې دي. دا لویه خبره ده چې د چمن پرامنه ولس سره ټول قوم او ټول وطن ولاړ دی.»
د چمن پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین هم ورغلی و او په خپله وینا یې د چمن خلکو د غوښتنو ملاتړ څرګند کړ.
پښتین وایي، په چمن او سپین بولدک، تورخم، غلام خان او انګور اډه لاره له افغانستان سره په تګ او راتګ کې پاسپورټ نه مني.
هغه وایي، د پاکستان حکومت له لورې په چمن کې د پاسپورټ جبري کول د کاروبار بندولو او خلکو د ځپلو یو اقدام دی.
هغه وویل: «دا خبره سر ته ونه رسیږي، چمن به له تاسې نه پاتې کیږي. ته د دې ګېټ په روزګار باندې ژوند کوې. که نن هم د چمن دا مسئله بنده شوه، ستا خوله به بندیږي. بس، ته به وځې، د دې ښار نه په روزګار پسې. دا د چمن د خلکو د ایستلو پلان دی چې ووځي.»
د پرلت سمبالونکی غوث الله وایي، په پام کې لري، چې د چمن هاخوا په بولدک کې هم د پاسپورټ جبري کیدو پرضد پرلت کېنوي، خو په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو اداره اجازه نه ورکوي.
نوموړی وایي، افغان طالبان دې دوی د خپلو حقه غوښتنو لپاره پرلت او مظاهرې کولو ته پریږدي: «موږ په افغانستان کې د اسلامي امارت نه غواړو، چې په بولدک کې خلکو ته د پرلت او مظاهرې اجازه ورکړي، هلته په امن مظاهره کوو او هلته په امن پرلت لګوو.»
د چمن پرلت ګډونوالو د خپلو غوښتنو د نه منلو تر وخته په چمن کې ماشومانو ته د واکسین کولو دولتي پروګرام سره هم د پریکون اعلان کړی دی.
خو د دې اعلان سره سره نن د (۲۰۲۳ د دسمبر ۲ مه) په چمن کې ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د پرلت یوه مسؤل وویل: «دلته کمیټې اعلان کړی و، چې پولیو واکسین دې بند وي. خو بیا هم نن سهار د پولیو کمپاین پیل شوی دی. موږ د چمن ولس ته ډاډ ورکوو، چې میرمنو دا ځواب ورکړی دی، چې هيڅکله به زموږ ماشومانو ته څاڅکی ور وانه چوئ، چې تر څو د پاسپورټ مسئله یو طرف شوې نه وي.»
د پرلت دا ګډنوال وایي، په چمن او سپین بولدک تګ او راتګ کې د پاسپورټ جبري کول د دې سیمې د خلکو لپاره د «مرګ او ژوند» خبره ده او په وینا یې دوی به هیڅکله په دروازه پاسپورټ ونه مني.
ویل کیږي په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې د چمن پرلت د کمیټې د استازو او د پاکستان حکومتي مقاماتو ترمنځ د چمن پرلت د غوښتنو په اړه څو ناستې شوې دي، خو تر اوسه کومې پریکړې او حلارې ته نه دي سره رسېدلي.