کيري: د هندوستان انديښنې په پام کي نيسو
۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبهجان کیري په داسې حال کې هندوستان ته سفر کړی دی، چې په وروستیو وختونو کې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې په بهیر کې یو څه پرمختګ کړی دی او طالبانو تر ډیرو خبرو او هلو ځلو وروسته په قطر کې خپل دفتر پرانیست.
خو هر څه سم نه دي. د طالبانو د دفتر له پرانیستل کیدو سره یو شمیر ستونزي هم مل وې او افغان حکومت له دې کبله احتجاج وکړ چې طالبانو په قطر کې د خپل دفتر پر سر خپل بیرغ پورته کړی وو او پر دې سربیره یې پر خپله لوحه باندي د «افغانستان اسلامي امارت» ليکلي ول چې له کبله یې افغان حکومت احتجاج وکړ.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هندوستان د دغي ډلې د لومړنیو هدفونه په ډله کې شامل وو. له همدې کبله هندوستان له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د طالبان باید د ښو او بدو طالبانو په دوو ډلو و نه ویشل شي.
کیري د دوشنبې په ورځ په ډهلي کې خبریالانو ته وویل: «موږ به [د سولې د بهیر په اړه] له هندوستان او په سیمه کې له نورو سره مشورې وکړو.»
کیري همداراز روښانه کړه چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړی استازی جیمز دوبینز، به کابل ته تر یوه لنډ سفر وروسته د چهارشنبې په ورځ هندوستان ته ورسیږي.
کیري همداراز پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې که طالبان په راتلونکې کې په افغان حکومت کې برخه اخیستل غواړي، نو باید له القاعدې سره خپلې ټولې اړیکې وشلوي او له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.
کیري دا خبره هم روښانه کړه چې طالبان باید د افغانستان له سیاسي نظام سره د یوځای کیدو په موخه د دغه هیواد په اساسي قانون کې د ښځو او اقلیتونو ذکر شویو حقوقو ته درناوی وکړی.
کیري وویل: «دا به بدل نه شي.» هغه ټینگار وکړ چې د سولي له لاري د افغانستان د ستونزي حلول یو ډیر ضروري کار دی.
په دغه خبري کنفرانس کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید، هم برخه اخیستې وه. هغه په دې کنفرانس کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو مخالفت و نه کړ. خو پر موضوع باندې یې ټینگار وکړ چې په دې بهیرکې باید د هندوستان اندیښې له پامه و نه غورځول شي.
هغه وویل: «زه فکر کوم چې اوس د افغانستان د مسئلې د حل په موخه یوه نوې تجربه روانه ده او سړی نه شي کولای چې د هغې مخالفت وکړي.»