که چاپيريال ژغورل غواړئ، نو غوښي خوړل لږ يا بند کړئ
د چاپيريال ساتني کارپوهان وايي چي د نړۍ د تودوښي د زياتېدو يو لوی لامل د غوښو له پاره د حيوانانو ساتل دي. نو ايا د غوښو نه خوړل او يا کمښت د مځکي په کوره کي د روغتيا له پاره مهم دي؟ په هکله يې انځوريز راپور وګورئ:
مځکه د غوښو قيمت ادا کوي
په ټوله نړۍ کي ډير څاروي د دې له پاره ساتل کيږي چي غوښي، شيدې او يا نور توليدات يې انسانان وخوړلای سي. خو د دغو توليداتو اصلي قيمت د مځکي کوره ادا کوي.
د مضرو ګازونو منبع
کارپوهان وايي چي څاروی د مځکي کورې له پاره د مضرو ګازونو د توليد د ۱۴ سلنې لامل دي. د دغو څارويو په نسونو کي د وښو او نورو خوراکونو تر خوړلو وروسته دغه مضر ګازونه جوړيږي چي هغوی يې بيا دباندي خوشي کوي.
د ګلخانه يي ګازونو افراز
د ګلخانه يي ګازونو د افراز دوه پر دريمه برخه د زراعتي سيکتور د خوراکي توليد له کبله رامنځ ته کيږي. د نړۍ د ټولې زراعتي مځکي درې پر څلورمه برخه د غوښو او نورو حيواني توليداتو له پاره استعماليږي.
د پروټينو اړتيا
که له غذايي اړخه وکتل سي نو له څارويو څخه په لاس راتلونکي غذايي توليدات د نړۍ د نورو خوراکي موادو د پروټينو په پرتله ۳۷ سلنه جوړوي. په دې توګه نو تقريبا ۶۳ سلنه پروټين د څارويو علاوه له نورو لارو هم پيدا کيدلای سي.
د څارويو هيواد
که د نړۍ ټول څاروي راټول سي او هغوی ته يو جلا هيواد جوړ سي، نو د دغه هيواد د ګلخانه يي ګازونو افراز به تر چين او امريکا متحدو ايالاتو وروسته په دريم کتار کي راسي.
د نفتو تر کمپنيو زيات
له څارويو څخه خوراکي توليدات په لاس راوړونکی سيکتور د نفتو تر کمپنيو زيات ګلخانه يي ګازونه افرازوي. که د نړۍ د ۲۰ تر ټولو لويو څارويو توليدات په لاس راوړونکو کمپنيو له خوا افرازېدونکي مضر ګازونه وکتل سي، نو حجم يې د آلمان او يا بريتانيا په شان لويو هيوادونو له خوا د ټولو مضرو ګازو تر حجم هم زياتيږي.
د خطرناکو ګازونو افراز
په زياته بيا غواوي او غوايان په لوړه اندازه ميتان، نايتروس اکسايد او کاربن دي اکسايد غوندي ګازونه افرازوي.
نوي نسلونه
کارپوهان د داسو څارويو په روزلو تجربې کوي چي اټکل کيږي لږ مضر ګازونه افرازوي. په دې ترڅ کي و څارويو ته د بېلا بيلو خوراکونو ورکولو تجربې ادامه لري.
د ويجيتاريزم يا صرف سابه خوړنې فايدې
که هغه دوه ميليارده انسانان چي غوښي خوري او له غوښو خوړلو څخه صرف نظر وکړي، نو کولای سي چي په خپل دغه اقدام سره د هند په شان لوی هيواد دوه چنده لويه ساحه وژغوري.
د مځکې په کار اچول
د نړۍ د زراعتي مځکو يوه لويه برخه د دې له پاره په کار اچول کيږي چي ورباندي د څارويو د مړولو له پاره کرهڼه وسي. که پر دغه مقدار مځکه د څارويو پر ځای د انسانانو د خوراک له پاره کرهڼه وسي نو د ټولې نړۍ انسانان مړولای سي.
د غوايي قيمتي غوښه
د يو کلو ګرام غوايي غوښي له پاره ۲۵ کلوګرامه دانه او ۱۵ زره ليتره اوبه په کاريږي. فکر کول په کار دي چي د غوښو د خوړونکو له پاره د غوښې د توليد په ترڅ کي د مځکي کوره څومره لوی قيمت ادا کوي.
د غوايي غوښې په پرتله دالياتو
د غوايي د غوښو يو ګرام پروتين د دالياتو د يو ګرام پروتين په پرتله ۲۰ چنده زياتي زراعتي مځکي ته اړتيا لري. په دې ترڅ کي د غوايي د غوښو يو ګرام پروتين له کبله د دالياتو د يو ګرام پروتين په پرتله ۲۰ چنده زيات ګلخانه يي ګازونه افرازيږي.
د چرګ غوښې په پرتله داليات
د دالياتو په پرتله د چرګ د غوښو يو ګرام پروتين درې چنده زيات د ګلخانه يي ګازونو د افراز سبب کيږي.
د غوايي د غوښو پر ځای مرخېړي
په امريکا متحدو ايالاتو کي هر کال ۱۰ ميليونه برګران خوړل کيږي. د غوښو د دغو برګرانو د توليد له پاره دومره ګلخانه يي افرازات رامنځ ته کيږي چي د ۲۳ ميليونو موټرو د مضرو ګازو افرازاتو ته نژدې دي.
که ټول انسانان ويجيتېرين يا سابه خوړونکي سي...
که تر ۲۰۵۰م کاله پوري ټول انسانان ويجيتېرين يا سابه خوړنکي سي، نو د مضرو ګازو د افرازاتو په حجم کي به ۶۰ سلنه کمښت رامنځ ته سي.