کریکټ: ویسټ انډیز له افغانستانه دریمه لوبه هم وگټله
د ویسټ انډیز کریکټ ملي لوبډلې له افغان لوبډلې څخه د شل اووریزو سيالیو دریمه لوبه هم وگټله او دغه لړۍ یې درې صفر پخپله گټه تمامه کړه. په پام کې ده چې دواړه لوبډلې به درې نړیوالې یوه ورځنۍ لوبي هم وکړي.
افغانستان د ټاس تر گټلو وروسته پخپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه. لوبه نور علي ځدراڼ او جاوید احمدي پېل کړه. خو له جاوید احمدي سره بخت یاري و نه کړه او بې لې کومې منډې د بدري په توپ ال بي ډبلیو شو. په انځور کې د کپتان اصغر ستانکزي د توپ وهنې یوه صحنه لیدل کیږي.
کله چې جاوید احمدی وسوځید افغانستان ۱۴ منډې لرلې. خو نور علي ځدراڼ تیزه لوبه وکړه او مجموعي منډې یې تر ۴۵ پورې ورسولې. نور علي ځدراڼ په ۱۹ توپونو د دوو شپږیزو او پنځه څلوریزو سره ۳۵ منډې وکړې، خو د کوک ویلمز په توپ وسوځید.
خو کپتان اصغر ستانکزي تیزې لوبې ته ادامه ور نه کړای شوه او په ۲۳ توپونو یې ۱۳ منډې وکړې. د افغانستان له لوري بل لوبغاړی کریم جنت وو چې په ۱۷ توپونو یې اووه منډې جوړې کړې او د تایلر په توپ باندې کیچ اوټ شو. که څه هم په دریمه لوبه کې افغان لوبغاړو د تیرو دوو په پرتله ښه لوبه وکړه او د ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه، خو ویسټ انډیز دغه هدف په آسانۍ سره پوره کړ.
په بېټنگ یا توپ وهنه کې د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې محمد نبي وکړي چې ۳۸ وې. د نورو لوبو په پرتله ویکټ ساتونکي شفیق الله شفق هم ښې منډې وکړې چې په ۱۵ توپونو یې د یوې شپږیزي او درو څلوریزو پر مټ ۲۵ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له لوري تر ټولو زیاتې ویکټې ویلیمز واخیتسې چې درې افغان لوبغاړي یې وسوځول. ویلیمز درې مهم لوبغاړي جاوید احمدي، محمد نبي او شفق الله وسوځول.
د ویسټ انډیز په بریا کې سمویلز لوی لاس درلود چې په ۶۶ توپونو یې د درو شپږیزو او نهه څلوریزو پر مټ ۸۹ منډې وکړې او تر اخره ناسوځیدلی پاته شو. د افغانستان لوبډلې په ننۍ لوبه کې د فیلډنگ په برخه کې یو څه ستونزې لرلې چې څو کیچونه و نه نیول شول او د ځینو رنځونو مخه هم و نه نیوله شوه. سمویلز د ننۍ لوبې او د شل اوریزو لوبو د لړۍ غوره لوبغاړی هم شو.
شاه پور ځدراڼ لومړنۍ افغان توپ اچونکی وو چې د لومړي اوور په دوهم توپ یې د ویسټ انډیز لوبغاړی وسوځاوه. هغه ۳،۲ اورونه وکړل او ۲۷ منډې یې ورکړې. محمد نبي څلور اورونه وکړل، یو لوبغاړی یې وسوځاوه او ۳۳ منډې یې ورکړې.
راشد خان هغه توپ اچونکی دی چې په تیرو درو لوبو کې یې تر ټولو کمې منډې ورکړې. هغه څلور اوورنه وکړل، یوه ویکټه یې واخیسته او ۲۲ منډې یې ورکړي. کریم جنت په ننۍ لوبه کې په څلورو اورونو کې تر ټولو زیاتې منډې ورکړې چې ۴۱ وې او کوم لوبغاړی یې هم و نه سوځاوه. امیر حمزه هم څلور اورونه وکړل ۲۴ منډې یې وکړې خو د ویکټو په اخیستو بریالی نه شو.
ویسټ انډیز وکړای شول چې ټاکلی هدف د وروستي اور په دوهم توپ پوره کړې او افغانستان په اوو ویکټو ماته کړي. په دې سره ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو دغه سیریز یا لړۍ درې صفر وگټله. په پام کې ده چې دواړه لوبډلې اوس درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر نهمه کیږي. دغه لوبه د مرکزي اروپا پر وخت د ماښام په ۸:۳۰ او د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ بجو پیلیږي.