کریکټ: تر ۱۹کلونو کښته ځوانانو لوبډلي پاکستان ته ماتې ورکړه
۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبهد پاکستان تر ۱۹ کلونو کښته ځوانانو لوبډلې د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ۴۶ اوورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۲ منډې وکړې. په لومړي سر کې لوبه د باران له کبله په یوه ځنډ سره پېل شوه او لوبه د۵۰ اوورنو پر ځای ۴۶ اورونو ته راښکته شوه.
د افغانستان د لوبډلې پېل ښه نه وو او د ۷۹ په مجموعي منډو یې څلور لوبغاړي سوځیدلي وو. د افغانستان له لوري صدیق الله اتل ۲۹ منډې جوړې کړې چې تر نورو لوبغاړو زیاتې وي. رحمان الله هم ۲۷ منډې وکړې.
په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۷۸ منډو وسوځیده او افغانستان دغه لوبه په لوی توپیر سره وګټله. د پاکستان دوه لوبغاړې بې له کومې منډې وسوځیدل.
د افغانستان له لوري شفیق الله غفاري د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. پر دې سربیره فضل حق، عابد الله تڼیوال او نور احمد هم دوې، دوې ویکټې واخیستې. د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې عامر علي او فهد منیر هر یو درې افغان لوبغاړي وسوځول.
د دغه جام سیالیو کې به د افغانستان د ځوانانو لوبډله خپله دوهمه لوبه د سپتمبر میاشتې پر اوومه نیټه له کویت سره وکړي.