کرونا ـ ګوردوارې په هند کي ميليونونه انسانان له لوږي ژغوري
په داسي حال کي چي هندي چارواکي د کويد ۱۹ سره په مبارزه بوخت دي، د ډهلي سيکهان د خپلو عبادتځايونو له لاري د زيات شمېر انسانانو سره غذايي مرستي کوي. په هکله يې انځوريز راپور:
د ډهلي تاريخي ګوردوارې
په هند کي د ۲۱ مليونو په شاوخوا کي سيکهان ژوند کوي او په دې توګه دغه دين د هند څلورم لوی دين دی. په دغه دين کي د «سيوا» يا خدمت عنصر مهمه ديني وظيفه ده. له همدې کبله د سيکهانو په ديني عبادتځايونو «ګوردوارو» کي په نړيواله توګه مليونونو انسانانو ته مفته غذا ورکول کيږي.
د کرونا په محدوديتونو کي
کله چي د کرونا د مخنيوي په مقصد د مارچ په پای کي په هند کي لاک ډاون ولګول سو نو ګوردوارې هم وتړل سوې. خو د عامو عبادت کوونکو د مرستي بغير هم د گوردوارې عملې خپلو عبادتونو او د ډهلي اړمنو ته د خدماتو رسولو لړۍ جاري وساتله. تېره مياشت د محدوديتونو د کمېدلو سره سم عبادت کوونکو عبادتځايونو ته مخه وکړه او د ماسکونو فاصلې احتياطي تدابير عملي سول.
د سيکهانو پخلنځي
د سيکهانو د فلسفې له مخي پر دغه دين معتقد کسان بايد خالي لاس کور ته ستانه نه سي. ګوردوارې ته په ورتګ سره درې کارونه کيږي: يو خو د سيکهانو له ګورو څخه درس اخيستل کيږي، بل د «پرساد» په نوم د غنمو له اوړو څخه جوړ سوي خواږه ترلاسه کيږي او دريم د عبادتځي له پخلنځي څخه ډوډۍ هم ترلاسه کيږي.
هره ورځ په زرهاؤ کسانو ته غذا پخيږي
پخلنځي هر سهار وختي په درو بجو خپل کار پېلوي او د نژدې ۱۰۰ زرو کسانو له پاره خواړه پخوي. په دې ترڅ کي ښځي او نارينه سره يوځای کيږي او دال، ډوډۍ او وريجي پخوي. د دغې غذا له پاره اړيني اقتصادي مرستي د ډهلي د ګوردوارو د ټولنې له کمېټې او د عقيدت لرونکو له بسپنو څخه په لاس راځي.
تر ۲۰ څخه زياتو سيمو کي د غذا وېش
په ګوردوارو کي د غذا د چمتو کولو وروسته دغه غذا د لارۍ موټرو په مرسته د ډهلي شاوخوا سيمو لکه نويدا او غازي آباد ته وړل کيږي. د غذا د وېش سيمي پکښي د اړمنو کسانو د شمېر او اړمنتيا د درجې او د ورته مرستو د نه رسېدلو پر اساس انتخاب کيږي. حکومتي چارواکي او ځايي غيردولتي سازمانونه هم د زرهاؤ غذايي بستو هيله کوي.
د اړمنو له پاره غذا
د سيکهانو د دين له مخي د اړمنو کسانو سره مرسته لوی عبادت دی. له دې مخکي چي د مرستو لارۍ موټر سيمي ته ورسيږي، اړمنو کسانو لوی لوی قطارونه ورته جوړ کړي وي چي خپله ورځنۍ غذا ترلاسه کړي. په دغو کي غريب ښځي نارينه، ځوان او سپينږري، معذورين او په همدې شان په کوڅو کي ژوند کوونکي ماشومان هم شامل وي. د کرونا له کبله له معاش او روزګار څخه بې برخي سوو کسانو سره هم غذايي مرستي کيږي.
ښه سازماندهي سوې پروسه
د غذا ترلاسه کولو په ترڅ کي د اړمنو کسانو دوه بېل قطارونه جوړيږي. په يو قطار کي نارينه او په بل قطار کي مېرمنې، معذور کسان، ناروغان او سپينږري د غذا ترلاسه کولو له پاره انتظار باسي. که څه چي د غذا د وېش دغه پروسه ډېره ښه سازماندهي سوې وي خو بيا هم په د ۱،۳ ميليارده نفوس لرونکي هيواد کي اړينه ټولنيزه فاصله نيول يوه ننګونه ده.
په لمر کي اوږد قطارونه
د اکثرو هغو کسانو له پاره چي په دغو اوږدو قطارونو کي ولاړ وي، دلته په لاس ورتلونکې غذا به د دغې ورځي له پاره د دوی يوازنی خوراک وي. بعضي حتی د ځان سره خلطې يا لوښي راوړي چي د کورنۍ د غړو له پاره هم غذا ترلاسه کړي. دا هغه کسان دي چي ورته په داسي سيمو کي ورته «لنګر» يا غذايي مرسته رسيږي چيري چي حکومتي يا د سازمانونو مرستي نه وي رسېدلي.