کرونا؛ د هوايي شرکتونو راتلونکی به څنګه وي؟
د کرونا بحران پر هوايي شرکتونو ډېر ناوړه اغیز کړی دی. د آلمان هوايي شرکت لوفتانزا سره دولت مرسته کوي خو منتقدين پرې خوښ نه دي. خو دمګړۍ د ټولې نړۍ هوايي شرکتونه د حکومتي مرسته په لټه کې دي.
مرسته په مو کار ده، مداخله نه!
د آلمان حکومت د لوفتانزا هوايي شرکت سره د نهو ميلياردو يورو مرسته کوي. تر دې مرستې وروسته به حکومت د لوفتانزا شرکت د ۲۰ فيصده ونډو مالک وي او دا فيصدي لوړيدی هم شي. د آلمان د اقتصاد وزير پيټر آلتماير روښانه کړې چې له مالي مرستې سره به هم حکومت د شرکت په داخلي پريکړو کې مداخلت نه کوي.
د سمارت يا ځيرک ونګز ځيرک تړون
د چيک جمهوريت حکومت غواړي چې د چيک هوايي شرکت د سمارت ونګز پر څانګه خپل کنترول ډېر کړي. د چيک جمهوريت د صنعت وزير ويلي چې حکومت د سمارت ونګز بشپړ کنترول په لاس کې اخيستلی شي. خو بل لوري ته د دې شرکت مشر روښانه کړې چې هغه د کرونا بحران په ترڅ کې يوازې د مرستې غوښتونکی دی او نور څه نه غواړي.
لا ډېرې دولتي مرستې ته اړتيا!
د پرتګال ملي هوايي شرکت «ټي پي ای» د خپلې بقا له پاره غواړي چې له حکومته پور واخلي. خو کارکوونکي یې پر مالي مرستو سربيره د لا زيات حکومتي کنترول غوښتونکي هم دي. لومړي وزير د دغه شرکت د دولتي کولو خبره هم کړې ده. حکومت لا دمخه د دې شرکت ۵۰ فيصده ونډې لري.
مرستو ته شديده اړتيا
د ناروې د «نارويجين» په نوم ارزان بيه هوايي شرکت په اصطلاح د دولتي مرستو پر مټ په هوا کې دی. د کمپنۍ په جوړښت کې تر تغیراتو وروسته ورسره حکومت د مرستو اعلان وکړ.
کابو ۵۰ کاله وروسته لومړی تاوان
د سنګاپور هوايي شرکت په خپل ۴۸ کلن تاريخ کې په لومړي ځل روانه اوونۍ د تاوان خبره وکړه ځکه د کرونا د وبا له کبله يې زیاتره الوتکې پروازونه نه کوي. د دې هوايي شرکت ډېره برخه د حکومت تر کنترول لاندې ده خو حکومت ته دا مهمه ده چې شرکت په خپله اداره کې خپلواک وي.
د خليج هوايي شرکتونه: دولتي مرستې، د تجارت بڼه!
د خليج د اماراتو، اتحاد او قطر دولتي هوايي شرکتونو ته یې سيالان لا له ډېرې اوږدې مودې راهيسې تنقيدي کتنه کوي. نور هوايي شرکتونه ادعا کوي چې د خليج د سيمې دغه درې هوايي شرکتونه د نامحدودو دولتي مرستو په ترلاسه کولو سره غير عادلانه ګټې په لاس راوړي او په دې توګه نور هوايي شرکتونه څنډې ته کوي. خو د کرونا بحران پر دغه شرکتونو هم سيوری غوړولی دی.
دولتي کنترول د يورو فلات له پاره نوې خبره نه ده
د ایروفلوت ډله چې د يورو فلایت روسيه او پوبيدا هوايي شرکتونه هم پکې شامل دي، د هغو شرکتونو يو بل مثال دی چې په دولتي مرستو پايي. د دې شرکت ۵۱ فيصده برخه د روسیې په حکومت پورې اړه لري. د ويکيپيديا په حواله د نړۍ کابو ۱۵۰ د هوايي شرکتونو زیاتره برخه په دولتونو پورې تړاو لري. په ټوله نړۍ کې کابو ۵۰۰۰ هوايي شرکتونه موجود دي.