کرونایي شرایط، ماسکونه او مصروفیتونه
په دې انځوریز رپوټ کې د کرونا ویروس له امله د لګولو شویو بندیزونو پر مهال د ماسکونو کارونه او په دغو محدودیتونو کې تر نرمۍ راوستل کیدو ورسته وضعیت انځور شوی دی.
۱- د پلاستیکي بوتلونو ماسک
روغتیایي کارپوهان ټولو ته له یوه بل څخه د ټولنیز واټن ساتلو سپارښتنه کوي. په دې انځور کې لیدل کیږي چې یوه فليپيني هنرمند د پلاستیکي بوتلونو څخه د ماسک په جوړولو سره هڅه کړې ده چې خلک د ټولنیز واټن ساتلو ته وهڅوي.
۲- کب نیونه د کرونا د بندیزونو پر مهال یو سالم مصروفیت دی
یو شمیر سرګرمیانې او سالم مصروفیتونه لکه کب نیونه د کرونا د دور له پاره مناسب ګڼل کیږي، ځکه د کب نیونې پر مهال هم حتی په غیر کرونایي شرایطو کې تاسې باید له هغه کس څخه لازمه فاصله ونیسئ چې له تاسې سره یوځای ماهیګري کوي. د اوبو آرامتیا او ښایسته منظر هغه وخت لا په زړه پورې کیږي چې کب ستاسې په جال او یا کنډه کې ونښلي.
۳- د میلان په فضاء کې سور، سپين او سره رنګونه
په ایټالیا کې د جمهوریت ورځې په مناسبت او همدرانګه د کرونا ویروس قربانیانو ته د درناوي مراتبو د وړاندې کولو په موخه ۹ الوتکو د ایټالیا د شمال د څو ښارونو پر فضاء الوتنه وکړه او د یوه نمایش په ترځ کې یې د میلان، ترنتو، کدګونو، تورين او آستا د ښارونو فضاء د دغه هیواد د بیرغ پر رنګ رنګینه کړه.
۴- وریجې د پلاستیکي کثافاتو له خوند او بوی سره؟
په داسې حال کې چې پلاستیکي کثافات په یوې لوې نړیوالې معضلې بدل شوی او د چاپیریال ساتنې فرهنګ هم لازم پرمختګ نه دی کړی په دې ورځو کې په ایران کې د شولی په کروندو کې د پلاستیکي کثافاتو جلا کول چندان جدي نه نیول کیږي.
۵- د ماسک فیشن د ورځې مود
په برلین کې پلورنځیو او مغازو خپلو مشتریانو ته د ماسکونو تر ټولو نوي او شک ماډلونه وړاندې کړي دي. دا انځور د می میاشتې په ۲۲ نیټه اخیستل شوی دی.
۶- امازون د کرونا په محاصره کې
امازون نور د طبعیت د خیرازۍ او پایدارۍ نښه نه ده. د می میاشتې په ۲۱ نیټه د کرونا د ویروس د قربانیانو یوه بله ډله هم د مانائوس په ځنګلي هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. تر دغې نیټې پورې د امازون سیمې ۱۰۵۰ تنو اوسیدونکو پر کووید-۱۹ د اخته کیدو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
۷- د ملاستې په شکل کې مظاهرې
دغه حرکت د روغتیایي پروتوکول د مراعاتولو په اعتراض کې ترسره کیږي. د ایټالیا په تورن ښار کې ښځينه او نارينه روغتیاپالې او روغتیاپالان د خپل صنفي تشکیلاتو (Nursind Piemonte) څخه په ملاتړ کې په دغو مظاهرو کې ګډون کړی دی.
۸- د شرابو بوشکې د اقتصادي رونق په تمه دي
په هسپانیا کې د دوئرو رود په څنډه کې د انګورو باغ لرونکي او کاروباریان د یوې خوا د کلونو راهیسې د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلونونو له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، بلې خوا اوس د کرونا بحران له امله چې رسټورانټونه بند او سیاحت سکتور یې ډیر سخت زیانمن کړی دی دوه برابره د ډیوالي کیدو له خطر سره مخامخ شوي دي. دوی ټول د شرایطو ښه کیدو ته سترګې په لار دي.
۹- د کرونا د روغتیاپالو نڅا
د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د کرونا ویروس د ناروغانو له پاره ځانګړي روغتیاپالان د خپل سهارني شفټ د پیلیدو پر مهال د خپل اعصابو د آرامولو په موخه د زومبا نڅا په نوم ورزشي حرکتونه ترسره کوي.
۱۰- د کرونا د تورې بلاء پر وړاندې سپين ماسک
د عاج ساحل دیوالونه د رنګینو ګرافیتي انځورونو او نوښتونو له امله مشهور دي. د کرونا ویروس د خطرونو په اړه خبردارۍ او سپارښتنې د پلازمېنې ابیجان پر دیوالونو هم لیدل کیږي.
۱۱- تر قرنطين وروسته د خوشحالۍ احساس
سره له دې چې اوس هم د امریکا یو شمیر ایالتونه د کرونا ویروس د لوړې څپې څخه وتلي نه دي، خو د ټولنیزو محدودیتونو کمیدل په کښې پیل شوي دي. دا انځور چې رویټرز خبري آژانس خپور کړی دی د امریکا د مریلند ایالت په اووشن سیټي ښار کې د محدودیتونو د کمیدو په لومړۍ ورځ یوه نجلۍ ښکاره کوي چې د ملاق یا سرکونډې په وهلو سره خپل د خوښۍ احساس ښکاره کوي.
۱۲- دعا له دستکشو سره
د لبنیان حکومت د کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره قوي تدابیر ترلاس لاندې نیولي دي. هغه انځور چې د فرانسې خبري آژانس د می میاشتې په اتمه نیټه خپور کړی دی د پلازمېنې بیروت د محمد امین په جومات کې یو روحاني کس لیدل کیږي چې دستکشې یې په لاس دي او خپل رب ته یې د دعا لاسونه پورته کړي دي.