۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبهد بلوچستان په ژوب او شيراني او شاوخوا سيمو کې اوس هم داسې خلک شته چې د خپلو غرونو او قدرتي ځنګلي ونو زيتون او نورو بوټو د ساتنې لپاره پښتني دود "پرګوړ" عملي کوي چې په نتيجه کې يې زرګونه قيمتي قدرتي ونې ژغورلې او اوس له دې ونو څخه مالي ګټه تر لاسه کوي. دوی په داسې حال کې چې بلوچستان له موسمي بدلون سره مخ دی، په دې کار سره چاپېريال ته زياته ګټه رسوي.