ډیجيټلي ټکنالوژۍ د لوبو شکل بدل کړی دی
په دې وروستیو کې په ډیجليټلي بڼه د ترسره کیدونکو لوبو مينه وال ډیر شوي دي. د آلمان په مونش ښار کې د ISPO په نوم په سپورت او ډیجیټلي لوبو کې د کاریدونکو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پای ته ورسید.
د سپورت انټرنټي ډګر
اسپو مونشن ۲۰۱۹، په نندارتون کې د لومړي ځل له پاره د انټرنټي ګیمونو یا لوبو د مینه والو له پاره د «آی سپورټس ارینا» په نوم د فوټبال او باسکټبال د سیالیو زمينه مساعده کړای شوه. په دې سپورتي ټورنمنټ کې د آلمان د بایرن مونشن د فوټبال لوبډله په خاص ډول شامل کړای شوې وه.
ورچوئل ریئیلیټي ګیمز
د اسپو مونشن په ډیجیټلي څانګه کې ګډون کونکو له ورچوئل ریئیلیټي ګیمز یا لوبو څخه خوند واخیست. د ورچوئل عینکې په سترګو کړئ او له «وي آر» لوبو خوند واخلئ.
سمارټ یا ځیرک سپورتي جامې
اوس په سختې یخنۍ کې اړ نه یاست چې ډیرې جامې ؤپيرئ. ځکه اوس د سمارټ (ځیرک) دستکشو، سمارټ خولۍ او په سمارټ بوټاکو کې د تودوخې درجه د ضرورت مطابق عیارولی شئ. د مبايل د بلوټو او ايپ په مرسته د دوی د حرارت درجه کنترولی شئ.
اوبو پورې مربوط سپورتي لوبې
په دې نندارتون کې د اوبو پورې اړوندو مختلفو سپورې لوبو لکه، لامبو، سرفنګ .... او داسې نورو... سپورتونو کې کاریدونکي جامې او نور وسایل نندارې ته ایښودل شوې وې.
صحتمند پاتې شئ، خو په حفاظت کې
د سړکونو په غاړه د منډو او قدم وهلو پر مهال د «ایل اي ډي» د کوچنیو ګروپونو یا سراغونو درلودنکي سپورتي جامې کولی شي د ترافیکي پیښې له رامنځته کیدو څخه د مخنيوي په برخه کې مرسته وکړي.
د ژمي موسم د سپورت مينه والو له پاره هم ډیر څه
په اسپو مونشن ۲۰۱۹ کې د ژمي موسم د ورزشي لوبو جوړونکو کمپنیو خپل نوي او مستحکم سپورتي وسایل او جامې نندارې ته وړاندې کړې وې. په دغو وسایلو کې د سکي لوبې د مخصوصو عینکو ترڅنګ نور اړين وسایل هم شامل دي.
پر خویدونکي واورې، نه خویدونکي بوټان
د ژمې په سړه هوا کې د یخ وهلي سړک پر سر قدم وهل له خطر څخه خالي نه وي. د دغو بوټانو پر ربړ تلې (سول) له ۱۴ څخه تر ۱۹ انچه پورې اوږده میخونه نصب شوي دي چې په مرسته یې د وارو پر سر ګرځیدل آسانه کوي.
د سپورت د صنعت په برخه کې د ښځو رول
په دې نندارتون کې په ځانګړي توګه د سپورت د صنعت او تولید د سکتور پورې اړوندو ښځو، ښځينه لوبغاړو او د سپورتي وسايلو پيردونکو میرمنو له پاره پروګرامونه جوړ شوي ول، څو دوی هم له سړو سره اوږه په اوږه برخه اخيستنه زده کړي.
میډ ان پاکستان
د مونشن په دې نندارتون کې د صنعت او تجارت د برخې تر ۱۵۰ ډیرو پاکستاني سوداګرو هم ګډون کړی وو. ډیري دغه ګډون کونکي د پاکستان د سپورت صنعت مرکز سیالکوټ پورې تعلق لري. په پاکستاني سپورتي تولیداتو کې د فوتبال توپونه، د هاکي او کرکیټ توپونه او د بوکس دسکشې شامل دي.
واورو د اسپو مونشن نندارتون دوه برابره په زړه پورې کړ
د موسم او واورو له وریدو څخه په استفادې د نندارتون تنظیمونکو غر ته د ختلو پر مهال کاریدونکي خیمې درولې وې.