چین د «قاطع» اقلیمي سیاست وعده ورکړه
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبهاعلان
په شرم الشیخ کي د چین د اقلیمي مسایلو نماینده، شي ژین هوا وویل، چي دهغه د هیواد دا قاطعیت، چي د مځکي د ګرمیدو پر ضد به په بین المللي کوښښونو کي برخه واخلي، پر خپل ځای پاته دی.
په نړی کي د اقلیم ساتلو په مقابل کي مګر«جدي چلنجونه» پراته دي او پدې کار کي «څواړخیزه او ګډه همکاري» ضروري ده. خو د چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ مخ پرډيریدونکی تشنج د ګډو تدابیرو په مقابل کي یو لوی خنډ دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي دواړه هیوادونه د ټوله جهان په سطح د مضره ګازونو ډیر تولیدونکي دي.