1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر ۲۰۵۰م کاله به د بی ځایه شویو شمیر یو میلیارد ته ورسیږي»

۱۳۹۹ شهریور ۲۱, جمعه

د یوې نوې څیړنې له مخې احتمالاً تر ۲۰۵۰م کاله پورې به په نړۍ کې د بی ځایه شویو او مهاجرو شمیر تر یو میلیارد لوړ شي. د وګړو ډیریدل او چاپیریالي ستونزې کیدای شي د انسانانو د ډله ایز مهاجرت سبب شي.

https://p.dw.com/p/3iKwU
Griechenland Lesbos | Brand in Flüchtlingslager Moria | Asylsuchende
انځور: picture-alliance/dpa/K. Ntantamis

د سولې او اقتصاد انستیتوت چې مقر یې په لندن کې دی د یوې نوې څیړنې په اساس ممکن تر ۲۰۵۰م کاله پورې به په نړۍ کې تر یو میلیارد ډیر انسانان په خپلو هیوادونو کې دننه بې ځایه شي.

په هغه رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ د چاپیریالي ګواښونو تر نامه لاندې خپور شوی راغلي دي چې په بې ثباته هیوادونو کې د نفوسو وده او چاپيریالي ستونزې کیدای شي په ډله ایز ډول د انسانانو د کوچیدنې سبب شي.

د دې څیړنې له مخې، سره له دې چې په دې برخه کې د داخلي بي ځایه شویو شمیر لوړ دی، خو دا وضعیت به د دې سبب شي چې د نړۍ نورو هیوادونو ته د پناه غوښتونکو شمیر هم زیات شي.

کارپوهانو د سیلابونو، خوراکي توکو کمښت او وچکالۍ په څیر طبیعي پيښې د لویو ګواښونو په توګه طبقه بندي کړي دي. وسله والې جګړې هم پر دغو مواردو ورعلاوه شوي دي چې کیدای شي، تر یادو شرایطو لاندې پراخې شي.

دې څیړنې په ځانګړي توګه د افریقا ساحل صحرا، د دې لویې وچې د سویل ساحې او منځنې ختیځ له سوریې نیولی بیا تر پاکستانه پورې خطرناکې سیمې بللي دي. دغه سیمې د نورو ترڅنګ د نفوسو شمیر د ډیریدو او چاپيریالي ستونزو له امله د روانې پیړۍ تر نیمایي پورې د پاشل کیدو له خطر سره مخامخ دي.

د دې رپوټ په اساس که څه هم صنعتي هیوادونه په مستقیم ډول له دغو بحرانونو نه اغیزمن کیږي، خو سره له دې اروپا او شمالي امریکا ته د ډله ایزو مهاجروتونو په دلیل به دغه سیمې هم اغیزمنې شي.

د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت کړکیچ وښودله چې حتی نسبتاً لږ شمیر مهاجر هم کولی شي په کوربه هیوادونو کې د سیاسي او ټولنیز تشنج رامنځته کیدو سبب شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۹م کال کې شاوخوا ۷۹،۵ میلیونه انسانان چې د نړۍ د وګړو تر یوه سلنه ډیره برخه تشکيلوي، بی ځایه او مهاجر شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر