پيترايس په افغانستان کي د اداري فساد سره مبارزه خپل نوی هدف ټاکلی
۱۳۸۹ مرداد ۷, پنجشنبهورځپاڼه ليکي جنرال پترايس هر ورځ سهار وختي په خپل مقرکي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د قوماندانانو سره ناسته لري او د افغانستان پر روانو مسايلو باندي ږغيږي او تقريباً هر گړی د اداري فساد سره د مبارزې خبره يادوي چي د امريکا سخته څني گړيږي.
دواشنگټن پوست په خبره هغه قوماندانانو ته ويلي چي هر وخت د اداري فساد په اړه بايد ده ته مالومات ورکړل سي.« جنرال پيترايس په لومړيو درو اونيو کي چي په افغانستان کي يې دنده پيل کړي تقريباً ۲۰ واري د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.»
د ناټو چارواکو په خبره په دغه هره ليدنه کتنه کښي د اداري فساد موضوع لومړي توب درلودی او پر هغه باندي بحث کېدی.
پر دې سربيره د امريکا متحده ايالات کابل ته دوه گروپه کارپوهانو ليږي چي وگوري افغانان د متحده ايالاتو مرستي په څه ډول سره تنظيموي.
بله خوا په کابل کي د امريکا سفارت پر داسي يو پلان باندي کار کوي چي افغانستان به هغه وخت د امريکا د متحده ايالاتو اقتصادي مرستي تر لاسه کړي چي دوئ د اداري فساد سره د مبارزې د يو شمېر ستندرتونو جواب ووايي.
ag/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي