لیتیم یوه ډیره ارزښتناکه اوسپنه ده چي د الکترونیکي دستگاوو د بټریو په جوړولو کي ورڅخه کار اخیستل کیږي. پرته له لیتیم څخه اليکترونيکي حرکت امکان نه لري. په اروپا کي که څه هم د دغو خامو مواد ځیني زیرمي موجودی دي خو بیا یې هم له نورو هیوادو څخه راواردي. دا ځکه چي د دې زېرمو را سپړل مشکل کار دی او ګران بيه تمامیږي. اوس پوښتنه داده چي آیا لېتيم له نورو لارو هم ترلاسه کيدلای سي؟