پوتین:هیله ده غرب د توغندیو په اړه زموږ خبرداری اوریدلی وي
۱۴۰۳ آبان ۶, یکشنبهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې د ( اوکتوبر پر ۲۷ مه) وویل، هیله مند دی چې لویدیځ به د ده هغه خبرداري ته پام وکړي چې اوکراین ته د روسیې پر ضد د اوږده واټن ویشتونکو وسلو د کارولو اجازه ورکولو سره به له ناټو سره مستقیمې جګړې ته لار هواره کړي.
پوتین لومړی ګواښ په سپټمبر کې وروسته له هغې وکړ چې بریتانیا او متحده ايالاتو کیف ته د دا ډول وسلو کارولو پر اجازې غور کاوه.د روسیې ولسمشر هغه وخت ویلي وو چې دا به مسکو له ناټو سره «جګړې» ته اړ کړي.
پوتین د روسیې د دولتي ټلویزیون د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا لویدیځ د هغه خبرداري ته غوږ نیولی دی، پوتین وویل: «هغوی ماته په دې اړه څه نه دي ویلي، خو زه هیله لرم چې اورېدلی یې وي.»
هغه زیاته کړه: «اوکرایني پوځیان په یوازې سر نه شي کولی دا وسلې وکاروي یوازې د ناتو هیوادونو متخصصین دا کار کولی شي ځکه چې دوی فضايي معلوماتو ته اړتیا لري، چې اوکراین یې نه لري.»
له څو میاشتو راهیسې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپلو لویدیځو متحدینو فشار راوړي چې اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو په وړاندې د اوږد واټن ویشتونکي توغندي وکاروي. زیلینسکي استدلال کوي چې دا اقدام کولی شي مسکو ته د سولې د راوستلو لپاره «انګیزه» ورکړي.
ځینو لویدیځو چارواکو تیره میاشت داسې وښودله چې په دې اړه یوې پریکړې ته نیږدې دي.خو د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر او د امریکا ولسمشر جو بایډن وروسته د مسکو د سختو ګواښونو په ترڅ کې دا اقدام وځنډوه.