پوتين د اوکراین اشغال شوي ښار ماريوپول ته سفر وکړ
۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبهد روسيې ولسمشر، ولادیمير پوتین د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ د مارچ ۱۸نېټه) کریميا ته د خپل یو نا اعلان شوي سفر وروسته د اوکراین ماريوپول څخه کتنه کړې ده. پوتين له اوکراین څخه د روسيې په خاوره کې د کریميا د نيمه ټاپو د الحاق د نهمې کلیزې د لمانځنې په موخه کریمیا ته تللی وو. دغه سفر په داسې وخت کې کيږي چې تر دې یوازې دوه ورځې مخکې د جرمونو نړېوالې محکمې (ICC) د پوتين د نيولو حکم صادر کړ.
پوتین تر اوسه د نړېوالې محکمې حکم ته په عامه توګه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو نظارت کونکو د اوکراین اشغالي سیمو ته د هغه سفر یو بې پروا اقدام بللی دی.
ورته نور ولولئ:بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده
روسي ځواکونو ماریوپول په می میاشت کې تر ېوې اوږدې او خونړۍ جګړې وروسته ونيوه. وروسته له هغې چې روسیه د کيف په نیولو کې پاتې راغله، پر ځای ېې د جګړې تمرکز د اوکراین جنوب ته واړواو چې په دې ترڅ کې ېې د ماريوپول نیول د خپلې یوې سترې بریا په توګه ولمانځه.
رويټرز لیکي، د روسيې خبري آژانسونو د کریملین له قوله رپوټ ورکړی چې پوتین د «یو کاری سفر» په موخه په چورلکه کې ماریوپول ته پرواز وکړ. رپوټ زیاتوي چې پوتین د ماريوپول ښار په مختلفو برخو کې تم شو او له ځايي اوسیدونکو سره ېې خبرې وکړې.
ورته نور ولولئ:پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی
دا په اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې د جګړۍ لیکو ته تر ټولو نژدې سیمې ته د پوتين سفر دی.
د جرمونو نړېوالې محکمې د جمعې په ورځ د پوتین د نیولو حکم صادر کړ. دغې محکمې پوتين له اوکراین څخه د سلونو ماشومانو د غیرقانوني انتقال په تړاو په جنګي جنایت تورن کړی دی. د محکمې دغه په لوړه سطحه سيبمولیک اقدام به سبب شي چې د روسيې ولسمشر نور هم منزوي شي.
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکی، په دغه موده کې د خپلو ځواکونو د لا مورال ورکولو په موخه په کراتو د جګړو سیمو ته تللی او ستراتيژيکې ويناوې ېې کړي دی. پوتین بیا برخلاف تر ډيره د کریملین ماڼۍ دننه پاتې شوی او له هغه ځایه په اوکراین کې جګړه چې مسکو ورته د «ځانګړي عملیات» نوم ورکوي، مدیریت کوي.
ورته نور ولولئ:د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي
په اوکراین کې د روسيې جګړه اوس په خپله ۱۳مه میاشت کې ده چې تر اوسه په کې په زرونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بېځایه شوي دي.
(Reuters)mks/aa/
د اوکراین جګړې پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انخوریز البوم هم کلتی شئ: