په یونان کې یوه افغان مهاجر فوټبال لوبډله جوړه کړې
افغان مهاجر جواد احمدي غوښتل چې آلمان ته ولاړ شي، خو د لارو د بندښت له امله اوس په یونان کې بند پاته دی. هغه بې کاره پاته نه شو او د فوټبال یوه لوبډله یې جوړه کړه چې اوس یوه ټورنمنت ته چمتوالی نیسي.
اتلس کلن افغان مهاجر، جواد احمدي تیر کال د یونان لیسبوس جزیرې ته رسیدلی دی. هغه غوښتل چې آلمان ته ولاړ شي، خو د لارې د بندیدو له امله اوس په یونان کې بند پاتې دی.
دغه افغان چې له خپل مشر ورور سره د اروپا پر لور خوځیدلی وایي: «اته میاشتې هره ورځ به چې له خوبه پاڅیدم، نه پوهیدم چې نن باید څه وکړم.» هغه زیاتوي چې «نږدې وو لیونی شوی وای.»
خو څلور میاشتې مخکې هغه د یونان پلازمینې، آتن ته ولاړ او د مهاجرو له یوناني سازمان سره یې اړیکه ونیوله او ویې کولای شول چې د یوناني ژبې کورس پیل کړي. هغه پوهیږي چې د یونان په ټولنه کې د ادغام له پاره باید مهاجر ډیر او سخت کار وکړي.
نوموړي پریکړه وکړه چې پر پښو ودریږي او د خپل راتلونکي له پاره یو څه وکړي. هغه زیاتوي: «پریکړه مې وکړه چې خپله راتلونکې جوړه کړم. زه غواړم چې کمپیوتر ساینس ولولم او فوټبال ته ادامه ورکړم. هغه لوبه چې زما مینه ده.»
نوموړي وکولای شول چې د یو امریکايي خیریه سازمان «مرسي کورپس» په مرسته خپله د فوټبال لوبډله جوړه کړي. د دې سازمان غړې، مونیکا رابي وايي: «موږ ومونده چې د ماشوم مهاجرو له پاره هڅې کیږي خو د تنکي هلکانو او ځوانانو له پاره کار نه کیږي.»
ټاکل شوې چې د مهاجرو د فوټبال دغه لوبډله به د همدې سازمان له خوا په یو جوړ شوي ټورنمنټ کې چې د یونان، هسپانیا او نورو اروپايي هیوادونو لوبډلې پکې لوبه کوي، برخه واخلي.
احمدي وايي چې لوبې او دغه ټورنمنټ د یونان په ټولنه او نورو اروپايي هیوادونو کې د ادغام له پاره ډیره غوره لار ده. هغه زیاتوي: «موږ باید وښیو چې موږ ځوان مهاجر هم د نورو ځوانانو په شان یوو.»
هر سهار احمدي د اوینوفیتا کمپ چې آتن ته څیرمه پروت دی او پخوا یو صنعتي ځای وو، پریږدي او د ژبې زده کولو او د فوټبال د تمرین له پاره هڅې کوي. د نوموړي کمپ له آتن څخه کابو یوساعت مزل ليري دی.
جواد احمدي وايي چې خپل ډیر وخت تر کمپ دباندي او په خپلو ورځنیو چارو تیروم: «زه یوازې د بیدیدو له پاره کمپ ته راځم.» هغه غواړي چې په یونان کې خپله راتلونکې جوړ کړي او زیاتوي: «زه دلته اوس ترپخوا ډیر ځان د یوه یوناني تبعه په توګه احساسوم او داسې ډیر کم احساس لرم چې زه مهاجر یم.» (rs/af (AFP