په کندهار کي د ناټو يوه الوتکه را لوېدلې ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبهپه افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي، دي چي ددغه هيواد په جبوب لوېديځ کي ددوی يوه الوتکه را لوېدلې ده. افغان چارواکو ويلي دي، چي دغه الوتکه د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالي کي را لوېدلې ده.
ناټو ویلي دي چې لا تر اوسه پوري د الوتکي د رالویدو لامل نه دئ معلوم. په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې اوس په دې اړه څېړنې رواني دي. په خبر پاڼه کې راغلي دي:
«د الوتکې د را لوېدو په نتيجه کې د ناټو څلور تنه بهرني سرتیري، درې امریکایي سرتیري، درې تنه افغان سرتیري او یو افغان ژپاړونکی وژل شوی دئ.»
طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې الوتکه دوی ویشتلې ده. طالبان اکثره وخت د دغسي حملو او پېښو پړه پر غاړه اخلي.
د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ څخه هر وخت د وسله والو حملو او ماين چاودنو خبرونه خپريږي. دغه ولسوالي د کندهار روزگان د لوي لاري په اوږدو کي پرته ده.
طالبانو تیر کال د اگست په میاشت کې د ناټو یوه CH47 ډوله څرخۍ الوتکه وویشتله چې پکښې ۳۸ کسان ووژل شول. چي ۲۵ تنه ئې ځانگړي امریکایي ځواکونه ول.
په دې وروستیو وختونو کي په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده. په پلان کې ده چې د ناټو ټول جنګي بهرني ځواکونه له د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي.
په افغانستان کي د ياغيانو د يرغلونو د کچي لوړېدو ته په کتو سره داسي اندیښني راپیدا شوي دي چې کیدای شي تر دې نیټې وروسته افغان امنیتي ځواک د خپل هیواد امنیت و نه شي ساتلای.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل