په چین کې د کرونا تازه څپه؛ د بیجینګ ځینې برخې بیا وتړل شوې
۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۱۳مه نیټه) چینايي چارواکو په پلازمینه بیجینګ کې د استوګنې د ۱۱ سترو ودانیو د تړلو پریکړه وکړه. چارواکو وروسته له هغې په دغه اقدام لاس پورې کړ چې په دې ښار کې د کرونا تازه پیښې ثبت شوې. چینايي چارواکو همدا راز ویلي چې د کرونا تازه پیښې د تازه غوښې له یوه بازار سره تړلي دي.
په چین کې د «پیپلز ډیلي» په نامه د ورځپاڼې د رپوټ په اساس، د شینفادي په نامه د تازه غوښو د مارکیټ له کارمندانو او دلته له سوداګرو څخه په مجموعي ډول ۵۱۷ سمپلونه يا نمونې اخیستل شوې دي چې له دې ډلې څخه ۴۵ یې مثبتې تشخیص شوي دي.
د شینهاو خبري آژانس په حواله، د شینفادي په نامه د تازه غوښو دغه مارکیټ شاوخوا ۴۰۰۰ کرایه ورکونکي لري او د کرونا د تازه مثبتو پیښو تر ثبت وروسته چارواکو یې د تړلو پریکړه کړه ده.
د دغه عمده پلرونځي مشر د بیجینګ نیوز په نامه دولتي رسنۍ ته ویلي دي چې ویروس د یو ډول ماهیانو د ټوټه کولو پر تختو باندې موندل شوی دی. تر دې وروسته په سیمه کې د غوښو پلورنځیو او سترو سوپر مارکیټونو د سالمون په نامه دغه کبان لیرې کړي دي. چارواکو په دغه ښار کې د ۱۱ سترو ودانیو اوسیدونکو ته د قرنطین سپارښتنه کړې ده.
په عین وخت کې یو بل مارکیټ هم چې د دې ستر ښار د تازه میوو او سبزیجاتو شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، د کرونا د ۴۰ مثبتو پیښو تر ثبت وروسته تړل شوی دی.
د چارواکو پهب خبره، سیمې ته نیږدې ښوونځیو او وړکتونونو ته هم د تړل کیدو سپارښتنه شوې ده. په چین کې تر شاوخوا ۵۰ ورځو وروسته، د کرونا ویروس دغه تازه پیښې له یو شخص څخه بل شخص ته د انتقال له کبله ثبت شوي دي.
د کرونا ويروس پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: