په چين کې د پسرلي د طبعیت رنګا رنګي
پسرلی د طبعیت له ښکلاء او رنګينو څخه د خوند اخیستلو موسم دی. چين چې د طبعیت د ښکلاء له پلوه یو غني هیواد دی د دې نعمت په قدر ښه پوهیږي او د پسرلي راتګ ته د جشنونو په ترسره کولو هرکلی وایې.
ښامار را څرګندیږي
چينایان د ډیرې پخوا زمانې څخه د پسرلي راتګ جشن نیسي. په چين کې کله چې د ژمني خوب یا وخت پای ته رسیږي، ښامار خپل سرپورته کوي. ښامار په چين کې د مخلوقاتو او د آب او هوا حاکم بلل کیږي. چينایان د ډیرې پخوا زمانې راهیسې په دې باور دي چې د پسرلي په پیل کې د ښامار ستایل په کروندو کې برکت راولي.
قلبه(یوه)
کروندګر د پسرلي په پيل کې ځمکې د کر له پاره تیاروي. د چين د کلیوالي سیمو خلکو له پاره د پسرلي موسم که له یوې خوا د کار د فشار وخت وي، له بلې خوا د دې فصل له تازه آب و هوا څخه خوند اخلي.
د «کوهستان خدای»
د چين د سویل میائو خلک د مانګائو یا د دوی په اصطلاح د«کوهستانونو خدای» په را څرګندیدو سره د پسرلي هرکلی کوي.
د پسرلي احساس
د پسرلي د خوښۍ احساس نه یوازې باید له انسانانو، بلکې له حیواناتو او مارغانو سره هم وویشو. یقيناً د پسرلي لومړۍ ګرمې ورځې نه یوازې د انسانانو، بلکې د الوتونکو مارغانو له پاره هم د ګلانو د غوړیدا پر وخت د روح او روان د تازه کیدو سبب کیږي.
زیړ میدانونه
د سړشمو ګلان چې د تیلو د تولید په موخه کرل کیږي، د چين پسرلي ته یوه ځانګړې ښکلاء وربخښې. چين په نړیواله کچه د دغو دانو(شړشمو) تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی.
تازه هوا
د کليوالي سیمو برخلاف د چين د ښارونو آب و هوا ډیره زیاته ککړه ده. د لویو ښارونو اوسیدونکي په دې موسم کې لیري پرتو سیمو ته زي، تر څو د غریزو سیمو له تازه هوا څخه خوند واخلي. د سیمې خلکو هم په یوه نوخت لاس پورې کړی دی او د غریزو سیمو تازه هوا په پلاستیکونو کې بندوي او پر خلکو یې پلوري.
هغه فصل چې رنګونه په کښې بدلیږي
د پسرلي تازه هوا، د چين په غریزو سیمو کې د رنګه رانګه ګلانو د غوړیدو او ښلاء ترکيب یوه ځانګړې فضاء رامنځته کوي.
دا هلمند نه چین دی
دا انځور په لومړي نظر کې انسان ته هلمند ور په یادوي. خو دا هلمند نه دی. دا د چين پلازمېنه پیکنګ ته نږدې په غریزه سیمه شانګفنګ کې د دې هیواد تر ټولو لوی ملي پارک دی چې د بادي بریښنا د تولید پکي په کې نصب شوي دي او شاوخوا یې د ګلانو په زړه پورې منظرې لیدل کیږي.
د پسرلي سلفي
تازه هوا، ښکلې منظرې او ښایسته سپین نوي غوړیدلي ګلان: په چين کې به له دې وطني ګلانو څخه څه شي ډیر په زړه پورې وي. دغه میرمنې د چين په چیانګ کینګ سیمه کې د پسرلي له دې فرصت څخه په استفادې خپل یادګاري سلفي عکسونه اخلي.