په پاکستان کې غبرګ بريدونه او سرحدي نښته
۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبهدغه خبرې سليم خان وکړې چې په ډېره اسمعيل خان کې د پوليسو يو افسر دی. د هغه په حواله پر موټرسايکلونو سپرو وسله والو د استوګنې په يوه سيمه کې پر پوليسو ډزې کړي چې دوه تنه په دغه پېښه کې ووژل شول. کله چې بريدکوونکو يو روغتون هم په نخښه کړ چې ټپيان وروړل کېدل، نو څلور تنه نور پوليس يې هم ووژل. د دغه بريد مسئوليت پاکستاني طالبانو منلی دی.
په کشمير کې هم نښته شوې
په ورته وخت کې يو پاکستانی سرتېری له هندي ځواکونو سره د ډزو په تبادلې کې وژل شوی دی. دغه خبره د پاکستان پوځ کړې ده چې په حواله يې د هند پوځ «بې له پارونې اوربند مات او توغندي او هوانونه» استعمال کړل. دغه کار د پاکستان د اردو په حواله په کشمير کې د کنترول د کرښې په اوږدو کې په څلورو سيمو کې شوی دی. داسې هم ويل کيږي چې د متقابلو ډزو پر مهال څلور ملکي وګړي د يوې ښځې او دوو نجونو په ګډون ژوبل شوي هم دي.
Dpa/AP/ن ص/س ر