په پاکستان کې د سېلاب ويجاړۍ دوام لري
د رسمي شمیرو پر اساس په ټول پاکستان کې د سېلابونو له کبله تر يولسو سوو ډېر کسان مړه شوي دي. له اقتصادي بحران سره په لاس او ګريوان دې هېواد کې دې تازه طبيعي ناورين د حکومت او خلکو وضعيت نور هم خراب کړی دی.
په چارسده کي سېلابونه
دا د خيبر پښتونخوا د چارسدې ښار يوه منظره ده. دمګړۍ د پاکستان ډېره برخه همداسې بريښي. د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزیرې شيري رحمان ويلي دي چې اقليمي بدلونونه د دې ويجاړيو باعث ګرځي. په پاکستان کې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه برابر ډېر اورښت ثبت شوی دی. په ځينو سيمو کې حتی دوه چنده ډېر باران وریدلی دی.
پيښور ته څيرمه د کور د وسايلو ژغورل
دا عکس پېښور ښار ته څېرمه اخيستل شوی دی. سيلاب ځپلې کورنۍ هڅه کوي چې د کور څومره وسايل چې ژغورلی شي وچې ته يې انتقال کړي. په ۲۰۱۰م کال کې هم په پاکستان کې سخت سېلابونه راغلي ول. هغه وخت سېلابونو د لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسانو ژوند واخيست. انتقاد کوونکي وايي چې که حکومت له ماضي څخه درس اخيستی وای نو اوس به د ويجاړۍ کچه دومره لوړه نه وای.
يو سپين ږيری چي هرڅه يې له لاسه ورکړي
د سونو زرو پاکستانيانو په څېر دا کس هم بې کوره شوی دی. د مونسون بارانونو لړۍ چې په جون مياشت کې پېل شوې وه، اوس هم ادامه لري. په دې ترڅ کې د سېلابونو له کبله لس لکه کورونه نړيدلي او يا هم زيانمن شوی دي. سېلابونه دومره شديد ول چې بشپړ کلي یې له منځه يوړل. د پاکستاني چارواکو په حواله تر اوسه ۳۳ ميليونه کسان اغیزمن شوي دي.
يو ځوان له سېلاب څخه د ځان ژغورلو په هڅه
په پاکستان کې سېلابونه په داسې وخت کې د ويجاړۍ باعث شوي چې د جنوبي آسيا دا هېواد لا دمخه د اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان وو. لوړو بيو او انفلاسيون خلک تر پزې رسولي ول چې سيلابونو یې مشکلات لا هم ډېر کړل. دمګړۍ د اړتيا بنسټیزو او خوراکي توکو بیې نورې هم پسې لوړې شوي دي.
يو سپين ږيری له اوبو څخه د وتلو په حال کي
د دې طبيعي ناورين له کبله په پاکستان کې د وير فضا خپره ده. له يوه اړخه د سونو رزو خلکو د ټول عمر سرمایه اوبو وړې ده نو بل پلوه ته کرهڼيزو ځمکو ته هم سخت زیان اوښتی دی. بې وزله کروندګر به د خپل ژوند د بیرته پيلولو له پاره حکومتي مرسته ته اړتيا ولري چې د پاکستان اوسني اقتصادي وضعيت ته په کتو سره يو لوی چيلنج بريښي.
تر شنه آسمان لاندې پراته مجبوره خلک
د سېلابونو له کبله بې کوره شوي په زرونو پاکستانيان دمګړۍ تر شنه آسمان لاندې د مرستو په تمه دي. په ځينو سيمو کې موقتي سرپناوې جوړي شوي دي، خو سېلابونه لا دوام لري او د چارواکو په وينا د بې کوره کسانو شمير ورځ تر بلې زياتیږي.
سېلاب ځپلو ته د خېمو رسول
له ترکیې او سعودي عربستان څخه خېمې او نور اړين توکي د پاکستان پر لور استول شوي دي. نور هېوادونه هم له پاکستان سره د مرستې په موخه فعال شوي دي. په ډېرو اغیزمنو سيمو کې هر لوري ته اوبه ولاړې دي چې له امله یې څرخي الوتکې په کښيناستو کې ستونزې لري.
د يوه سړک پرغاړه پراته ماشومان
اوسنیو سېلابونو د پاکستان په ټولو ايالتونو کې زيان اړولی دی. بې شمیره پلونه او سړکونه ويجاړ شوي دي. له دې کبله د تګ راتګ سيسټم هم اغیزمن شوی او سېلاب ځپلو سيمو ته ژر تر ژره د مرستو په رسولو کې مشکلات رامنځته کیږي. خو يو ښه خبر دا دی چې د هوا پيژندنې ادارې په حواله به په راتلونکې اونۍ کې اورښتونه ودريږي.