په پاکستان کې ترافيکی پېښې د ۲۰ کسانو ژوند اخيستی
۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعهد پاکستان د سند ايالت پوليسو د جمعې په ورځ ويلي دي چې پېښه د سند ایالت پر يوه لويه لاره چې د سېلاب له کبله تخريب شوې ده، بيګا شپه رامنځته شوې. زياته شوې ده چې په دې ترڅ کې ۱۳ نور کسان ټپيان شوي هم دي.
دغه سړک په تېرو مياشتو شديدو سېلابونو د اوبو ايستلو په موخه په يو څو ځايونو کې په قصدي توګه تخريب کړل شوی وو خو تر څو مياشتو تيريدو وروسته هم بیرته نه دی رغول شوی.
په پاکستان کې په شديدو سېلابونو کې تر ۱۷۰۰ زيات انسانان مړه او زيات سړکونه او پلونه ويجاړ شول.
د پوليسو يوه افسر وويل چې دغه مني بس د خير پور سيمې څخه مسافر په سهون شريف کې د يوه مشهور صوفي زيارت ته رسول. هغه وویل چې ۱۳ مسافر د پېښې له ځای څخه نېږدې پراته روغتون ته انتقال کړل شوي دي.
پاکستان: په ترافیکي پیښه کې ۲۸ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان دي
د روغتون چارواکي ويلي دي چې دوی ته د ۸ ښځو او ۱۰ ماشومانو چې عمرونه یې د لسو او ۱۵ کلونو ترمنځ دي، رسېدلي دي. زياته شوې ده چې د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.
د سند ايالت سويلي برخه د مون سون اورښتونو له کبله راغلو سېلابونو سخته اغیزمنه کړې ده. سېلابونو په ټول پاکستان کې د جون مياشتې له نيمايي راهيسې ۳۳ میليونه کسان اغیزمن کړي او کابو دوه میليونه کورونه یې ويجاړ کړي او يا هم ورته زيان رسولی دی.
دغو ناوړو سېلابونو چې تر ډېره یې د سند ایالت سيمې اغیزمنې کړې وې، هلته سړکونو ته هم سخت زيان اړولی وو.
ب. ص/ ن. ز (AFP)