په يونان کې درې مهاجري مړې موندل شوي دي
۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبهاسوشېتيد پرس خبري آژانس د يوناني چارواکو په حواله ليکلي دي چې دغه درې جسدونه د چهارشنبې په ورځ د يونان په شمال ختيځ کې له ترکيې سره پر ګډه پوله موندل شوي دي.
پوليس وايي داسې ښکاري چې قربانيان دې د شمالي افريقا، منځني ختيځ او يا هم د اسيايي هيوادونو وي، خو د هغوی هويت او دا چې د کوم هيواد دي، روښانه نه دی.
قاضي پاولاس پاوليديس وويل چې پر موندل شوو جسدونو د دوی ترسره شوي لومړني معاينات ښيي چې دغه ښځي څلور ورځې مخکې وژل شوي دي.
پاوليديس زياته کړه: «دا يو روښانه جنايي عمل دی.» هغه وويل: «دغه مړي په داسې حال کې وموندل شول، چې لاسونه يې تړلي او هر جسد له بل څخه دوه درې متره لري پروت وو. د دوی مرۍ پرې شوي وې.»
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د يوې ښځې سن د۳۰ او ۳۵ کلونو تر منځ ښکاري، ېوه ځوانه د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ او بله يې ۱۵ کلنه ده.
قاضي پاولاس دغه راز زياته کړه چې پر دغو جسدونو د «دې ان اې» تيستونه هم کيږي، څو معلومه شي چې دوي خپلوان دي که نه.
د يونان پوليسو ويلي دي چې دغه مړي د ايوروس سيند د يونان اړخ پر غاړه، د زيزيموتيخو ښارګوټي ته نژدې يوه کروندګر موندلي دي.
ياد سيند چې د ترکيې او يونان ترمنځ بهيږي، له ترکيې څخه يونان ته د غيرقانوني مهاجرتونو يوه له مهمو لارو څخه ګڼل کيږي.
مهاجر هڅه کوي پر دغې لاره ځانونه يونان ته ورسوي، چې ډیر يې بيا د يونان پولیس نيسي. د يونان چارواکو ويلي دي چې په دغه سيمه کې د نيول شوو کسانو شمير د ۲۰۱۷م کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.
يونان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې اروپا ته تلونکي مهاجر ورته په لمړي ځل رسيږي. يوناني چارواکي وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه تر۲۴ زرو ډير مهاجر دغه هيواد ته رسېدلي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: