اسلامي مقدساتو ته سپکاوي پر ضد مظاهرې
۱۴۰۱ خرداد ۲۱, شنبهڅرنګه چې هندي چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۱نېټه) د فرانسي خبري آژانس ته ويلي دي، پولیسو د دغو اعتراضونو پر مهال دوه اعتراض کونکي په ډزو وژلي او له ۱۳۰ ډير نور ېې نيولي دي.
دغه اعتراضونه د هندوستان، پاکستان او بنګله ديش په پلازمېنو او ګڼو نورو ښارونو کې شوي چې اکثره ېې د مسجدونو تر څنګ وې. اعتراضونه د هندوستان د حاکم او ملتپاله ګوند «بهارتیا جناتا» د یوې ویاندې د اسلام پيغمبر پر ضد څرګندونو په دليل شوي دي. هغې دغه څرګندونې په یوه تلويزېون کې کړې وې.
تر هغه وروسته د دغه ګوند یوه بل ویاند د ټويټر له لارې »د اسلام پیغمبر ته سپکاوی« وکړ. دغو څرګندونو په ګڼ شمیر هیوادونو کې د مسلمانانو غوصې راوپارولې. ځينې دغو هیوادونو هندي ديپلوماتان احضار کړل او له هغوی څخه د علني بخښنې غوښتونکي شول.
په دې منځ کې د هندوستان حاکم ګوند، مذهب ته سپکاوي تر غندلو وروسته، خپل دواړه ویندویان له دندو ګوښه او د ګوند له غړیتوبه ېې اخراج کړل. خو په هند او بنګله دیش کې اعتراض کونکي وايي چې د حکومت دغه اقدامات کافي نه دي. ديپلوماتانو او همدارنګه د هندوستان خارجه وزارت د توهين آمیزه څرګندونو په اړه خپل مخالفت ښودلی دی.
نور اعتراضونه پرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جون ۱۰مه) د جمعې تر لمانځه وروسته وشول. په پاکستان کې د دغو اعتراضونو یوه سمبالوونکي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې هغوی له ګاونډي هیواد هندوستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو د قطع کولو غوښتونکي دي.
په بنګله ديش کې بيا د اعتراضونو یوه سازمان ورکوونکي د لا ډیرو اعتراضونو د په لاره اچولو غوښتونکی شو.
هند د ۱ اعشاريه ۳ ميليارډه نفوس په درلودلو د نړۍ يو ډير نفوس لرونکی دموکرات هيواد دی. د هند د نفوس ډیره برخه هندوان تشکیلوي او څه باندې ۲۰۰ میلیونه ېې مسلمانان دي. د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ، د حاکم ملتپاله ګوند منتقدان نیوکه کوي چې د هند حکومت غواړي په دغه هیواد کې د مسلمانانو مرتبه د مخ په ډيریدونکې توګه دوهمې درجې اتباعو ته راښکته کړي.
دویچه ويله د/م.ک.ص./ا.ا.