1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د لوږي د ډیریدو عاجل خبرداری

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د غذا د جهاني ورځي په مناسبت سیاستوالو د نړۍ د لوږو انسانانو د نور سخت حالت د ډیریدو څخه عاجل خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4IFok
FAO Welternährungstag in Äthiopien
انځور: UN Photo/Rick Bajornas

د المان د جمهوررئیس، فرانک والټر شټاینمایر په خبره « په دنیا کي د لوږي تریو څه راکمیدو وروسته هغه اوس په ډیر شدت سره بیرته راغلې او خلګ ځپي». 
د جرمني د حکومت د بشر د حقوقو کمیساري، لوئیزه امتسبیرګ په نړۍ کي د په اصطلاح لوږي د « لمبې بیرته تیزیدل» وغندل. تر دې څو ورځي دمخه خیریه سازمانونو د جرمني د حکومت په بودجه کي د لوږي سره د مبارزې د وسایلو د احتمالي کمیدلو سره مخالفت کړی ؤ.  
د ملګرو ملتونو د لوږي سره د مبارزې سازمان هم په دنیا کي د لوږي د وضعیت بې حده ډیر خرابیدو ته اشاره کړې ده. د کاتولیکي کلیسا رهبر، پاپ فرانسیسکو بیا د لوږي سره د مبارزې په لار کي د بین المللي همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې ده.