1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوي ډهلي کې د هوا د ککړتيا له کبله ښوونځي تړل شوي

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د هند پلازمېنه نوی ډهلی د نړۍ له ډېرو ککړو ښارونو څخه يو بلل کیږي چېرته چې دمګړۍ د هوا د ککړتيا کچه تر «خطرناکې» اندازې پورې لوړه شوې ده. چارواکو له همدې کبله د ښوونځيو د تړلو پريکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4J5GK
هند: په نوي ډهلي کې د هوا ککړتيا خطرناکې کچې ته لوړه شوې
هند: په نوي ډهلي کې د هوا ککړتيا خطرناکې کچې ته لوړه شوېانځور: Javed Dar/Xinhua/dpa/picture alliance

هندي چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اکتوبر مياشتې ۴) په نوي ډهلي کې د ښوونځيو د تړلو اعلان وکړ. دا په داسې حال کې ده چې دغه ستر ښار دمګړۍ د هوا د ککړتيا د لوړې کچې سره لاس او ګريوان دی.

د ښار د هوا د ککړتيا شاخص تر ۴۷۰ اوښتی دی او «خطرناکې» کچې ته رسېدلی دی.

د نوي ډهلي ايالت اعلی وزير اروند کيچريوال ويلي دي چې لومړي ښوونځي به له شنبې ورځې څخه وتړل شي. همدا راز د نورو ښوونځيو د شاګردانو له پاره هم په پرانيستو ځایونو کې ټول فعاليتونه ځنډول شوي دي.

د ښوونځيو د تړلو پريکړه د والدينو او د ښار د چاپيريال ساتنې د کارپوهانو تر احتجاج وروسته شوې ده. په نوي ډهلي کې «سموګ» يا دود ودانۍ پوښلي دي چې دا څه د ښار په اوسيدونکي کې په ساه اخيستو کې د ناآرامۍ او سترګو د خارښت باعث شوي دي.

د هند حکومت هم د ښاريانو د حفاظت له پاره پر کلکو اقداماتو غور کوي، لکه د ښوونیځو تاسيساتو په بشپړه توګه تړل او همدا راز پر ټولو غير عاجلو تجارتي فعالیتونو بندیز لګول. په ښار کې لا تر مخه ساختماني او نورې ورته چارې درول شوي دي.

چارواکي همدا راز د اوبو په پاشلو او د دود ضد موادو په کارولو سره په سيمه کې د هوا د ککړتيا پر ضد مبارزه کوي. د هند فدرالي حکومت خبرداری ورکړې دی چې په ډهلي کې به د هوا ککړتيا کچه تر شنبې ورځې پورې «شديده» وي.

حکومت د ککړتيا پړه پر پنجاب ایالت اچوي

د هند د چاپيريال وزير بهپندر ياديو په نوي ډهلي کې د هوا د ککړتيا پړه پر ګاونډي ایالت پنچاب ور واچوله. په پنجاب کې د «عام آدمي» په نوم ګوند حکومت کوي چې د نريندر مودي د بهارتيه جنتا ګوند په مقابل کې په اپوزیسيون کې دی.

ياديو په دې آند دی چې د خلکو له خوا د فصلونو د پاته شوو د سوځولو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د پنجاب سيمه ایز حکومت په پای کې د دې ککړتيا په برخه کې ګرم دی.

د پنجاب ایالت ګورنر بهاګواند مان د دې په ویلو سره له ځانه دفاع وکړه چې حکومت یې يوازې شپږ مياشتې ترمخه واک ته رسېدلی دی. نوموړي همدا راز هوډ څرګند کړی دی چې په خپل ایالت کې به د دغه ډول سوځولو مخنيوی وکړي او ویې ول چې د هوا د ککړتيا د کچې ټيټولو له پاره د فدرالي او ایالتي حکومت ترمنځ همکارۍ ته اړتيا ده.

د ډهلي وزير اعلی کيچريوال وويل چې سموګ يا دود ته «يوازې ګوته نيول» د بحران حل نه دی.

د هند پلازمېنه د نړۍ د تر ټولو ککړو ښارونو په نوملړ کې ځای لري او په ژمي کې پکې په عمومي توګه د هوا کيفيت نور هم خرابيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: