په ميکروسکوپ اخيستل سوي بې جوړې انځورونه
د نیکون کمرې جوړولو شرکت له ۱۹۷۵م کال راهيسي په مکروسکوپ اخيستل سوي عجايب انځورونه انتخابوي. په دغه انځوریز البوم کي د ۲۰۲۰م کال لس انتخاب سوي تصویرونه درپیژنو.
لمړی مقام: ګوخر کب
د ګوخر کب تصویر د نیکون د مسابقې "Small World photography contest" لمړی مقام تر لاسه کړی دی. دغه تصویر څلور واره غټ سوی دی.
دوهم مقام: دلقک کب
د دلقک کب له اولي ورځي څخه تر نهمي ورځي پوري د ودي د جریان عکس؛ دلقک کب لومړی نر زيږي او وروسته د وخت په تیریدو سره خپل جنسیت تغیروي. دغه عکس لس چنده غټ سوی دی.
دریم مقام: د خوږو اوبو حلزون
یا ښه دا دی چي ووایو د خوږو اوبو د حلزون ژبه چي له هغې څخه بدن ته د غذا د میده کولو او انتقال په خاطر استفاده کوي. دغه تصویر۴۰ چنده غټ سوی دی.
څلورم مقام: د سمارق روښانه حلقې
د يوې سمارق د تارونو په منځ کي نوراني ګردې. دغه تارونه لوله اي شکله رشتې دي، چي د ټولو سمارقو(پوڅکۍ) ساختماني واحد جوړوي، په استثنأ د مخمرونو او آکتینو باکټري. دغه عکس ۶۳ واره غټ سوی دی.
پنځم مقام: د «بوف» د خاندان پتنګ
دغه پتنګ ته په علمي ژبه«اګروتیس اینفوزا» او ځیني وختونه هم «بګونا» ویل کیږي. په بڼکو کي د هغه د راوتلي سترګي د طرحي په سبب هغه ته د «بوف پتنګ»نوم ورکول سوی دی. دغه عکس پنځه چنده غټ سوی دی.
شپږم مقام: د ځوانۍ الاهه
د یونان د هبه ګل(Hebe )یا «ځوانۍ الاهه» چي هغه ته «شنه تره تیزک» هم ویل کیږي، په نیوزیلنډ او جنوبي امریکا کي کرل کیږي او ۹۰ ډولونه لري. پخوا فکر کیدی، چي دغه بوټی خپله خاصه کورنۍ لري، خو اوس د سیزاب«ورونیکا» په فامیل پوري تړل کیږي. دغه عکس لس چنده غټ سوی دی.
اوم مقام: اسکلیټي حجره
میده تارونه یا میکروبول،(د انځور نارنجي برخه) د پروتین د جنس څخه دي، چي اسکلیټي حجرې تشکیلوي. د حجرې منځ په زنګالي رنګ باندي لیدل کیږي. دغه عکس ۶۳ واره غټ سوی دی.
اتم مقام: لمر پرسته
د لمر پرسته وده اوږده پروسه لري او په ځینو ډولو کي حتی تر دوو میاشتو پوري دوام کوي. خو هغه د هګۍ څخه تر وتلو وروسته په ډیري چټکۍ سره نمو کوي. دغه عکس لس چنده غټ سوی دی.
نهم مقام: هیپوکامپ
د انسان د مغز سره د هیپوکامپ د عصبي حجرو د رابطې تصویر. هیپوکامپ د حافظې د کنټرول ثابت او مؤقتي مرکز دی. هیپوکامپ په مغز کي د محدودو مکانونو څخه دی، چي په دوامدره ډول سره هلته نورونونه یا عصبي نیورونونه تولیدیږي. دغه عکس ۶۳ واره غټ سوی دی.
لسم مقام: شنې شپږي
د شپږو له خاندان څخه يو ډول چي د دافنیا(Daphnia) په نوم ياديږي د خوږو اوبو د شنې شپږي په نامه هم شهرت لري. دغه عکس لس چنده غټ سوی دی.