په مصر کي د بشر د حقوقو د موضوع د يادولو غوښتنه
۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبهاعلان
د دغه سازمان د بشر د حقوقو کارپوهې، کاترینا رال د جرمني د رسنیز تحریر هییت شبکې ته ویلي دي: د دې څخه تشویش موجود دی، چي د مصر حکومت به په شرم الشیخ کي سبا یکشنبه شروع کیدونکي اقلیمي ۲۷ کنفرانس (COP27) د میلمه پال په حیث هغه د دې دپاره استعمال کړي، چي هیواد یې یوه «پرانیستې او زغم درلودونکې ټولنه» معرفي کړي. مصر ته باید د بشر حقوقو ته د احترام او اقلیمي مذاکراتو تر منځ نژدې ارتباط ور تفهیم سي.