په فرانسه کې د افغان او افریقایي مهاجرو تر منځ اخ او ډب
۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې شا او خوا ۲۰۰ افغان او افریقایي مهاجرو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی چې له ځینو سره د اوسپنو ډنډې هم وې. پولیسو پنځه شکمن کسان نیولي دي.
د معلوماتو له مخې د یوه خیریه سازمان له لوري د وړیا ډوډۍ د ویشلو پر مهال یو نشه مهاجر د شخړې د رامنځ ته کیدو سبب ګرځیدلې دی. د فرانسې په شمال کې د کالې بندر سیمه د مهاجرو له پاره د یوه مهم ځای په توګه انګیرل کیږي. هغوی هیله لري چې د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیې ته ورسوي، چیرې چې د یوه هوسا ژوند د برابریدو اټکل کوي.
د تیر مني په موسم کې امنیتي ځواکونو په کاله کې د مهاجرو یو ستر کمپ خالي کړ. دغه کمپ چې د «ځنګله کمپ» په نامه یې شهرت درلود په زرونو پناه غوښتونکي په دغه هیواد کې د مهاجرو بیلا بیلو کمپونو ته انتقال شوي وو. خو په دغه موده کې بیا هم ډیر شمیر پناه غوښتونکو د کاله بندر شا او خوا سیمو ته ځانونه رسولي دي.
حکومت اندیښنه لري چې ښايي په سیمه کې د مهاجرو خپلسري کمپونه رامنځ ته شي. د جولای میاشتې په پای کې د فرانسې یوې محکمې د لیلي ښار د محکمې هغه حکم تائید کړ چې اړونده ادارې په کاله کې د مهاجرو له پاره د اوبو رسولو او طبي خدماتو د برابرولو له پاره مکلفوي.