په فرانسه کې بد مرغي
د فرانسې د گراند سینت د کلي په خټو او سختې یخنۍ کې مهاجر شپې او ورځې سبا کوي. په دغه ځای کې ۲۰۰۰ کردان بریتانیا ته د تیریدو د چانس موندلو په لټه کې دي. د فرانسې دولت په رڼو سترگو گوري، خو هیڅ نه کوي.
په خټو کې ژوند
څوک فکر کوي چې دا به هم فرانسه وي. خو د فرانسې دونکیریشن نومې سیمې ته نژدې د گراند سینت کلي کې کوچنۍ خیمې درول شوي، کټ مټ د دریمې نړۍ په څير. تر دغو خیمو او ترپالونو لاندې څه ناڅه ۲۰۰۰ نارینه، ښځې او ماشومان ژوند کوي. وروسته له یو سخت باران څخه دلته ټوله سیمه له خټو ډکیږي. شپه دومره سړه ده چې له یخنۍ څخه د انسان نفس تنگیږي.
دلالهانده ژوند شپې او ورځې
لیزمان د عراق د کردستان دی. هغه وايي: «وطن یې کې جگړه ده.» هغه غواړي چې بریتانیا ته ولاړ شي. په کمپ کې هغه یوه کوټه گۍ جوړه کړې. د هغه د خپلې اصطلاح له مخې «چایخانه». دلته نوي ځوانان سره راوغونډیږي او هدف ځای ته د رسیدو لالهانده شپې او ورځې سبا کوي.
هدف: بریتانیا
خیمه باید د یخنۍ او چټلیو پر ضد جوړه شي: عزیز چې عراقی دی یو څټک له چا څخه امانت اخیستی دی. دغه ځوان کردی غواړي چې مانش د سمندرگي د کانال له لارې چې تر اوبو لاندې فرانسه او بریتانیا سره تړي، خپل هدف ځای ته ورسیږي. هغه باید یو قاچاقبر ته ۵۰۰۰ یورو ورکړي. عزیز هیله من دی چې « هلته ژوند ښايي بهتره وي.»
د هیلې یوه کړکۍ
دا چې څه شمیر ماشومان له کثافاتو، خټو او چکړو ډک کمپ کې اوسیږي، روښانه نه ده. مرستندویانو د ماشومانو د لوبو شیان او نانځکې راټولي کړي او کله کله یې په خیمو کې پر هغوی ویشي، څو لږ څه پام یې پرې غلط شي.
هیلې په خټو کې ډوبیږي
یو ماشوم په خټو کې خپله نانځکه ورکه کړه. ډیرې هیلې د خټو په کمپ کې ډوبیږي او لاهو کیږي. شپه ډيره یخه او توره تیاره ده. برېښنا او رڼايي درک نه لري، یو څو عادي تشنابونه او د ځان مینځلو ځایونه.
د انگلستان مرستندوی
کریس بیلي په عراق کې عسکر وو. هغه اوس له مهاجرو سره مرسته کوي. هغوی غواړي د دغه سرتیری وطن ته لاړ شي. د جگړې دغه پخوانی عسکر وايی: «وضعیت د هغه څه څخه دلته آن هم بد دی، چې ما په جگړه کې لیدلی دی.» هغه بسپنه شوي کمبلې او ربړي موزې پر مهاجرو ویشي.
فرانسې ته ښه راغلاست
دینس لي او ماري، مهاجر ته یوه خوږه خبره کوي او یوه پیاله چای ورکوي. هغوی خپله په ښکلي شخصي کور کې اوسیږي، مخامخ د مهاجرو دغه کمپ ته: یوازې یو سړک دوه نړۍ سره بیلوي. دینس وايی: «حکومت د دې خلکو په غم کې نه دی.» د هغوی ډير نور گاونډیان هم وايي چې مهاجر باید له دې ځایه ورک شي.
سیاستوال چیرته دي؟
کوم مرستندوی کارکوونکي دغه «سړک» د یوه اروپايي سیاستوال په نامه نومولی دی. د هغه نوم دی «فرانسوا هولاند»، دا ځکه چې د فرانسې حکومت د دې ویرونکي کمپ وضعیت په غم کې نه دی او نه یې پروا لري. پولیس دلته نه راځي. د کمپ اوسیدونکي د مهاجرو د ډلو تر منځ له زورزیاتیو څخه خبرې کوي، خصوصا د شپې له خوا.
له آلمان څخه مرستندوی
مونشن ته اوس ډير زیات مهاجر نه راځي. د «فولکس کوشي مونشن» یا په اصطلاح د مونشن ولسي آشپز خانه له مرستندوی سازمان څخه زینان فون شتیتنکرون وايي: «نو اوس موږ ته دلته ضرورت دی.» هغه له خپلو ملگرو سره له بایرن څخه دلته د مانش د سمندرگي کانال ته راغلی دی او خپله «ولسي اشپزخانه» یې درولې ده.
بیړنۍ مرسته
مرستندویه سازمان «بې سرحده ډاکټران» مهاجر د کله چرک او رزیش یا زکام پر ضد واکسین کوي. لانده هوا، ساړه او خراب روغتیايي وضعیت په خاصه توگه ماشومان ډير ژر ناروغه کوي. بې سرحده ډاکټران په گراند سینت کې یوه بیړنۍ روغتیايي خیمه جوړوي. دولت د مسوولیت احساس نه کوي. دا د اروپا د اتحادیې په هستوي خاوره کې د دغه سازمان لومړنی روغتيايي مرکز دی.
په سمڅه کې ژوند
د عظیم، د خپلې وینا له مخې له عراق څخه د داعش له بې رحمیو څخه راتښتیدلی دی. هغه په خپله کوچنۍ خیمه کې چې یوه غار یا سمڅې ته ورته ده په گونډو ناست دي. هغه په ډيرې خوارۍ دغه نسبتا پاک ځای پیدا کړ. د دویچه ویله خبریالې کاترین مارتنز ته هغه حتی په دغه ځای کې یوه پیاله چای وړاندې کوي. عظیم وايي: « ټول غواړي چې خپل سفر ته دوام ورکړي او هدف ځای ته ورسیږي.»
وروستی تم ځای: نا معلوم!
د دونکیرشن، بندر له دې کمپ څخه یوازې لس کیلومتره لیرې پروت دی. له دې ځای څخه بریتانیې ته ځان رسول ډير سخت دي. هیڅوک نه غواړي چې په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي. نو ډيری کسان نه پوهیږي چې څه وکړي: یوه قاچاقبر ته پیسې ورکړي؟ بیرته بلجیم یا آلمان ته لاړ شي؟ یا هسې د انتظار شپې او ورځې تیرې کړي؟