په غزني کې د سړک د غاړې ماین ۱۸ تنه ووژل
۱۳۹۲ آبان ۵, یکشنبهد غزني د والي مرستیال احمد علي احمدي، ویلي دي چې دغه کسان د یکشنبې په ماښام (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۷) په یوه سرویس موټر کې د واده په مراسمو کې د گډون له پاره روان وو چې د هغوی موټر د سړک د غاړې پر ماین وربرابر شو.
د هغه په وینا د اندړ په ولسوالۍ کې په دغه چاودنه کې ۱۴ ښځې، دوه سړي او دوه ماشومان وژل شوي دي. د والي مرستیال زیاته کړې ده چې په دغه سرویس موټر کې پنځه تنه سپاره کسان ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندان مرستیال اسدالله انصافي، هم په دغه پیښه کې د مرگ ژوبلې ارقام تائید کړي دي. هغه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ټول ټپیان شوي کسان هم ښځې دي او د هغوی له ډلې څخه د دوو تنو وضعیت د انديښنې وړ دی.
لا تر اوسه د دغه پیښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستې، خو د سړکونو پر غاړه ښخ شوي ماینونه د نړیوالو او افغان سرتیرو پر ضد د طالبانو اصلي وسله شمیرل کیږي چې زیاتره وخت ملکي کسان د هغې قرباني کیږي.
اندړ د غزني ولایت له هغو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې د هغې په یو شمیر برخو کې طالبان حضور لري او وخت ناوخته امنیتي ځواکونه تر بریدونو لاندې نیسي.
د ملگرو ملتونو ارقام ښيي چې د سړک د غاړې ماینونه او ځای پر ځای کړل شوي چاودیدونکي توکي په افغانستان کې د ملکي وگړو د تلفاتو اصلي عامل دی.