په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونو زور اخیستی
۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبهایران پلوه ملیشو د امریکا د پوځ له وروستي هوايي برید وروسته په سوریه او عراق کې پر امریکايي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ کې د وسلو پر یوه ډیپو باندې د امریکا له هوایي برید یوه ورځ وروسته، په سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر ضد څلور نور بریدونه شوي دي: یو یې په عراق کې او درې نورې بیا په سوریه کې ترسره شوي.
د روان کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په عراقکې د امریکايي پوځیانو پر پوځي اډو ۲۴ او په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ۲۲ بریدونه شوي دي. د سبرینا سنګ په وینا، په دې بریدونو کې ټول ۵۶ کسان سطحي ژوبل شوي او بیرته خپلو دندو ته راستانه شوي: "هیڅ یو سرتېری جدي نه دی ټپي شوی او زموږ د اډو زیربنا چې د برید هدف و، د پام وړ زیان ندی ور رسیدلی. "د دغو بریدونو ډیری برخه ناکامه وه."
د وروستیو بریدونو په ځواب کې، د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ کې د وسلو پر یوه ډیپو باندې چې د ایران د سپاه پاسداران او د هغه د متحدینو له خوا کارول کیږي، یو بل هوايي برید وکړ. د امریکا هوايي ځواک تر دې مخکې د اکتوبر په پای کې د سوریې په ختیځ کې پر دوو ورته هدفونو هوايي بریدونه کړي وو.
سنګ دا هم تایید کړه چې د یمن حوثي شیعه یاغیانو د یمن په سواحلو کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
حوثي یاغیان هم د ایران له لوري ملاتړ کیږي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د حوثي یاغیانو د برید په وړاندې به هم پوځي ځواب ورکړل شي او که نه؟ د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل چې د دفاع وزیر او د امریکا د ولسمشر د پرېکړو وړاندوینه نه شي کولای.