په طرابلس کي اوس هم سخته جگړه روانه ده
۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبهد طرابلس يوې راديو د قذافي له خولي ويلي، چي د « باب العزيزيه» څخه وتل ددوی يو پوځي تکتيک دی. د الجزيره تلويزون خبر ورکړی، چي د ناټو له خوا پر دغه کور ۶۴ هوايي بريدونه سوي دي.
ياغيانو په طرابلس کي د قذافي کور تر دوې ورځنۍ جگړې وروسته نيولی دی.
په تلويزيونونو کي داسي انځورونه ښودل سوي، چي ياغيان د هغه په کور کي په هغه ځای کي ولاړ دي، چيري چي به قذافي بياني ورکولي. پاڅونکونکو د هغه ولاړه مجسمه نړولې.
تر اوسه پوري د قذافي په اړه معلومات نسته، چي هغه چيري دی.
د ليبيا د مؤقتي شورا يو غړي، حافظ ګوګا، ويلي چي په هاګ کي د جرمونو د نړيوالي محکمي تر تسلميدو د مخه به قذافي په ليبيا کي د محکمي په وړاندي ودرول سي.
هغه د مصر له دولتي تلويزون سره په مرکه کي ويلي، چي ياغيان به قذافي تيښتي ته پري نه ږدي. د ليبيا په مرکز طرابلس کي اوس هم د ياغيانو او قذافي د پلويانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د ياغيانو د مؤقتي شورا وياند، محمد شميم، ويلي چي په پام کي ده چي د مؤقتي شورا ځيني وزيران به د چهارشنبي په ورځ د بن غازي څخه د طرابلس په لور وخوځيږي.
د سي اين اين تلويزون سره په خبرو کي هغه ويلي، چي په دغه وزيرانو کي به د تيلو، مخابراتو، روغتيا او د کورنيو چارو وزيران شامل وي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل