په سوډان کې پر اوربند سربیره جګړه دوام لري
له دوو اونیو راهیسې په سوډان کې سخته جګړه روانه ده او رامنځ ته شوی اوربند نه دی مراعات شوی. د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د سوډان د د خلکو له پاره د سره صلیب مرستې دغه هیواد ته ورسیدې.
د ناروغانو او ټپيانو له پاره درمل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان وکړ چې اته ټنه ژوند ژغورونکي طبي توکي په یوه مرستندویه الوتنه کې د بورسوډان ښار ته واستول شول. په دې مرستو کې د جراحي وسایل، د بې هوښۍ دارو او د زخمونو بنداژونه شامل دي. دا انځور د اردن په پلازمینه کې له الوتنې مخکې د دغو مرستو د موادو باریدل ښيي.
د روغتیايي "ناورین" په درشل کې
دروغتيا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، د جګړو دوام ته په پام سره، سوډان د صحي مراقبت له نظره د یوه "ناورین" په درشل کې دی. دغه سازمان ویلي دي چې د شخړو له پیل څخه مخکې هم د سوډان روغتیايي سیستم له ډیرو بحرانونو سره مخامخ وو.
اوربند، لږ تر لږه د کاغذ پر مخ
په سوډان کې د جګړې ښکېلو اړخونو یو ځل بیا د ماتيدونکي اوربند پر غځولو توافق کړی دی. اردو او د چټک ملاتړ ځواکونو (آر اف اس) په نوم ملیشه یي ډلې تائید کړې ده چې اوربند باید لږ تر لږه د چهارشنبې تر شپې پورې دوام پیدا کړي. د دوی په وینا د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان په نوښت د اوربند د بیا غځولو هوکړه شوې ده.
د بشري وضعيت په اړه انديښنې
ملګرو ملتونو په سوډان کې له یوه ناورین څخه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس د شنبې په ماښام ټویټ وکړ، چې په سوډان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی دی. د اوربند پر تمدید سربیره د دوشنبې په ورځ هم په خرطوم کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
ملکي خلک د ښکيلو اړخونو ترمنځ بند پاتي دي
د اپریل په ۱۵ د جنرالانو تر منځ د واک پر سر مبارزې زور واخیست او پایله یې وسله واله نښته شوه. هیڅوک نه پوهیږي چې تر اوسه په دې جګړه کې څومره کسان وژل شوي دي. د رسمي معلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي او ۴۳۰۰ بیا ټپیان شوي دي. اصلي ارقام ښایي له دې څخه ډیر لوړ وي. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په دغه هیواد کې د ۶،۷ میلیونه کسانو ملاتړ ودروي.
په زرګونو خلک د تيښتې په حال کي دي
سوډان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی. خلک یې باید له جګړې څخه د تېښتې له پاره پیسې او پر لاره د تلو توان ولري. ډیری خلک د خوندیتوب په لټه کې د چاد په څیر ګاونډیو هیوادونو ته تللي، لکه په پورتني انځور کې چې لیدل کیږي. بې ځایه شوي کسان د خوړو نړیوال پروګرام څخه د مرستې ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
په ډله ایزه توګه وتل
ډیری هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه ایستلي دي. په دې کښتۍ کې شاوخوا ۱۹۰۰ کسان د سور سمندر له لارې د سعودي عربستان جده بندري ښار ته لېږدول شوي وو. د بېلګې په توګه د چين، پاکستان او برازيل زيات شمېر اتباع د سمندر له لارې له دغه هېواده وتلي دي.
د بهرنیو اتباعو تخلیه
هغه کسان چې کولی یې شول، د الوتکو په واسطه له دغه هیواد ووتل. په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو لکه اروپایي او شمالي امریکا هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه د الوتکو په واسطه وایستل.
امن ځای ته رسیدل
دغه چینايي وګړی د چین د پوځ د سمندري بېړۍ په واسطه سعودي عربستان ته ولېږدول شو. په ورته وخت کې د سوډان خلک پر شخړو سربیره له بشري بحران سره مخامخ دي، چې کولی شي ټوله سیمه اغیزمنه کړي.
له نړیوالې ټولنې څخه د اقدام غوښتنه
د سوډان ډيرې وګړو د ځواکمنو صنعتي هیوادونو څخه د غبرګون ښوولو غوښتنه کړې ده. فعالانو په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د امریکا متحدو ایالاتو د مداخلې او په سوډان کې د خونړیو شخړو په پای ته رسولو کې یې د نقش لوبولو غوښتنه وکړه.