په دوشنبه کی سیمه ایز څلور اړخیز کنفرانس
۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعهد تاجکستان په مرکز دوشنبې کې نن د نوموړو څلورو هیوادونو یوه سر مشرایزه پرانیستله شوهږ په دغی غوندی کی هغوی په دی هکله خبری کوی چی څرنګه د منځنې آسیا له لارې د نشه یی توکو د قاچاق مخه ونیول شي.
په دغه سرمشریزه کې د روسیي، افغانستان، پاکستان او تاجکستان مشرانو ګډون کړی دی.
خو په دغی غوڼدی کی نه یواځي د نشه یی توکو د قاچاق او د سیمی د هیوادونو تر منځ د خپلمنحی تجارتی اړیکی پر سر خبری کیږی، بلکه د سیمی د امن او ثبات هم د هغی مهمه اجنداء ده.
د روسیي ولسمشر، دیمتري میدیدوف له افغان ولسمشر حامد کرزی سره په لیدنه کتنه کی وویل:« روسیه چمتو ده افغانستان سره د اقتصادی او امنیتی برخو په شمول په ټولو نور ساحو کی مرسته وکړی»
هغه زیاته کړه: «هغه څه چې د امنیت په ساحه کې په افغانستان کې رامنځ ته کیږي له پایلو یې مونږ هم متاثره کیږو نو د همدی له کبله باید مونږ د منطقه وې سازمانو ترمنځ همکارۍ لا پیاوړی کړو.»
د میدودایف له دی یادونی سره داسی ښکاری چی روسیه هڅه کوی په سیمه کی د امريکا متحده ایالاتو د نفوذ د مخنیوی په موخه افغانستان ته د یو نوی ستراتيژیکی او اقتصادی پلان وړاندیز وکړی. افغانستان ته د ماسکو دا وړاندیز په داسی وخت کی عنوانیږی چی له واشنګتن سره د کرزی اړیکی تراوسه پوری لا سمی رڼي شوی نه دی.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري سره هم په دغه کنفرانس کی ګډون لری.
د کریملن ماڼې چارواکو د کنفرانس له پیل څخه مخکی وویل چې د حامد کرزي سره به په غونډه کې سیمه ایزه شخړي، ترهګري او د سوداګري په سر خبري اتري به د دغي غونډې اصلي ټکي وي.
د کریملین ماڼې یو ویاند خبریالانو ته وویل چې میدیدوف به له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه وغواړي چې افغان دولت د نشه یی تړکو د کرلو پر ضد په مبارزه کی خپل هڅی ګړندی کړی.هغه زیاته چې د ماسپښین وروسته به میدیدوف د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري سره وګوري. پدغه کتنه کې به د اقتصادي مسایلو په ځانګړي توګه د انرژی او سوداګري په اړه خبري وشي.
روسیي رسنیو خبر ورکړې چې اټکل کیږي د روسي ولسمشر به د تاجکستان څخه یو ځل بیا وغواړي چې د تاجکستان په جنوبي څنډه کې د خپلې پولو د ساتلو لپاره نور پولیس په دندو وګماري، ځکه چې د دغه لاري زیاتره هیروین او مخدره توکي د اروپا په لور انتقالیږي.
خو د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمانوف، په تیر وخت کې د روسي دا غوښتنه رد کړې وه چې ګواکې د روسي سرحدي پوځونه دې په تاجکستان کې په دنده وګمارل شي. هغه وویل چې دوشنبه د دې وړتیا لري چې پرته د بهرنیو مرستو خپلي پولي وساتي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم