په جاپان کې د پوړني پر سرکولو لومړۍ «فيشن شو»
په توکيو کې په لومړي وار د مسلمانو ښځو له پاره يوه «فیشن شو» جوړه شوې وه. په دې ننداره کې ماډلي له رنګينو پوړنو سره راڅرګندي شوې. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
په دې ننداره کې د لسو سترو شرکتونو کالي نندارې ته وړاندي شول چې زياتره یې د سنګاپور د فیشن برخي وې.
دې نندارې ته د «مسلمانو ښځو فیشن شو» نوم ورکړل شوې وو. دا فيشن شو په داسې حال کې جوړه شوې وه چې په جاپان کې «حلال ايکسپو» یا د «حلالو توکو نندارتون» جوړ شوی وو.
دا ننداره په ځانګړي توګه په جاپان کې د مېشتو مسلمانو ميرمنو له پاره جوړه شوې وه.
په دې فيشن شو کې چې دوې ورځي يې دوام وکړ، د مسلمانو ښځو ترڅنګ ډيرو نورو جاپانۍ میرمنو هم ګډون کړی وو.
په دې ننداره کې د رنګه پوړنو ترڅنګ د ځان پټولو عصري اوږده کالي او چپني هم نندارې ته وړاندي شول.
انځورونه
1 | 5انځورونه