په جاپان کې د سومو په نوم پهلوانۍ کوچني خو غټ ستوري
په جاپان کې د سومو پهلوانان ډیر مشهور دي او د ستورو په سترګه ورته لیدل کیږي. خو د دې شهرت له پاره دوی اړ دي چې له ډیر کوچنیوالي څخه هڅې وکړي. په ملي کچه سیالو کې یوازي د جاپان تر ټولو غوره او تکړه پهلوانان برخه اخلي.
د قوي او غښتلو پهلوانانو چانس ډیر وي
دا چې زیاتره جاپانیان که څه هم ډیر د فوټبال او توپ ډنډې د لیدلو علاقه لري، خو د دوی ملي لوبه د سومو پهلواني ده. اوس جاپاني ماشومان هم له پهلوانۍ سره ډیره علاقه لري. د سومو پهلوانان له شپږ کلنۍ څخه روزنه پیلوي او د دوی خوراک هم ډیر وي. د کوچنیو پهلوانانو تر ټولو غوره لوبه د جاپان په پلازمینه ټوکیو کې ترسره کیږي.
بهترین د بهترین پر وړاندي
د جاپان د ابتدايي ښوونځیو شاوخوا ۴۰ زره زده کوونکي د سومو پهلوانۍ په لوبو کې برخه اخلي. د دې ټولو۴۰ زره پهلوانانو له ډلې څخه یوازي۴۰۰ بهترین پهلوانان د توکیو د سترو سیالیو له پاره ټاکل کیږي او دوی پکې برخه اخلي.
د زور ترڅنګ چټک والی
د سومو د پهلوان کیدو له پاره باید یو څوک ډیري غښتلې پښې ولري. خو د ګټلو دوهم مهم اصل دا دی چې د یو چا بدن هم ډیر چټک وي.
پښې ټینګې کړئ
د سومو په پهلوانۍ کې تر ټولو مهمه دا ده چې تاسي باید په رینګ یا میدان کې پاته شئ او یوازې پښې مو پر ځمکه وي. که چیرته دا قانون عملي نه شي نو تاسې له سیالۍ وځئ.
د لُنګ ارزښت
د سومو په پهلوانۍ کې بری او ماته تر ډیره پوري په شپږ متره لرونکي لُنګ د تړلو په تخنیک پوري هم څه نا څه اړه لري. لنگ باید داسې وتړل شي چې مقابل لوري ته د لاس نیولو ځای په لاس ور نه کړل شي.
یو طرفه سیالي
په ښوونځیو کې د سومو د پهلوانۍ سیالي زیاتره د وزن په اساس نه وي، بلکې د برخه اخیستونکو عمرونه په پام کې نیول کیږي. په دې کار سره زیاتره ډنګر او کم وزنه ماشومان د ډیر وزن او سترو ماشومانو په لاس ورځي او په دې سره نو سیالي یوه طرفه وي.
ناروغه کوونکې لوبه
هغه ماشومان چې له کوچنیوالي د سومو پهلوانۍ علاقه ولري، نو ډیر ژر د ډیر وزن ښکار کیږي. کله چې دوی ۱۲ یا ۱۴ کلن وي نو د زیاترو دغو ماشومانو وزنونه سلو کیلو ته رسیږي. د وزن د ډیریدو له امله د هډوکو د بندونو درد، شکر او د زړه د ناروغیو د رامنځته کیدو خطر وي.
په څو ثانیو کې ماته یا بری
د سومو پهلوانۍ په سیالیو کې د بري او ماتې پریکړه زیاتره د څو ثانیو په ترڅ کې کیږي. کله نا کله د بري یا ماتې فیصله خو په لومړیو څو ثانیو کې کیږي.
د پهلوانۍ نوي ستوري
تر بریا وروسته دغه کوچني پهلوانان د مصاحبې اجازه لري. د ښوونځیو په سطحه کله چې دغه ماشومان سیالۍ وګټي بیا دوی توکیو ته د سترو ټورنمنټونو له پاره ځي. له دوی څخه چې هر څوک بریالي شي، هغه به د سومو پهلوانۍ راتلونکی ستوری وي.