په ترکیه کې د کفترو بازار
د ترکیې په سویل ختیځه سیمه شانلي اورفه کې کفترې او خرڅلاو يې د خلکو د تفریح یوه وسیله گڼل کیږي. خو دغه سیمه اوس یاغیتوب ځپلې ده. د کفترو مینه وال پر دغه شوق باندي په زرونو پیسې مصرفوي.
په شانلي اورفه کې د کفترو خرڅلاو
دغه کفتري په قفص کې د چای خانو پر لور لیږدول کیږي. شانلي اورفه سیمه د کفترو په خرڅلاو او رانیولو مشهوره ده. دا داسي یو شوق دی چې له پیړیو راهیسي شته. دا یوازې په ترکیه کې نه بلکې په گاونډ جگړه ځپلي هیواد سوریه کې هم شته.
شانلي اورفه، د سوریې پولي ته څیرمه ده
د ترکیې په سویل ختیځ کې د شانلي اورفه، سیمه د سوریې له پولې یوازي ۵۰ کیلومتره لېري ده. په دغه ځای کې تل د کردي یاغیانو او د ترکيې د پوځ تر منځ د نښتو رپوټونه ورکول کیږي. خو پر دې سربیره هم په دغه سیمه کې خلک د کفترو خرڅلاو او رانیولو کاروبار ته دوام ورکړی.
سینگار توکي
که چیري تاسې دغه انځور ته ځیر شي او له نزدې یې وگورئ نو د کفتري په غاړه کې یو پېزوان لیدل کیږي. دغسې کفترو ته «سیاه کنفرلي» ویل کیږي چې بیه یې آن زر لیرا کیږي چې له نژدې ۲۴۳ ډالرو ته رسيږي.
گران بیه شوق
د کفترو پلورونکی دلداش خان، وایي: «یو ځل مي یوه کفتره په ۳۵ زره لیرا (شاو او خوا ۸۵۰۰ یورو) وپلورله. دا داسې شوق دی چې تاسې یې نه شی لرلای.» د هغه په خبره یو ځل یې د کفترې د رانیولو له پاره د کور یخچال او د ښځي گاڼې پلورلي.
سوله خوښونکی دوست
د کفتر بازۍ دغه مینه وال د لمر لوېدو ترمخه د خپلو کورونو بامونو ته خیږي او کفتري الوزوي. دغه وخت په سونو کفترې په فضا کې لیدل کیږي. د ۵۵ کلن ریسیت گوزیل، په وینا دغه مرغۍ یې دوستان دي او ده ته سکون وربښي.
د کفترو دارو درمل
د کفترو د خرڅلاو تر څنگ په دغه ځای کې د دغو مرغانو له پاره ویټامنونه، انتي بیوتیک او نور دارو درمل هم پلورل کیږي. کفتربازان په منظمه توگه خپلو ۷۰ کفترو ته ښه خوراک او ویټامنونه ورکوي.
پر دغه کاروبار د سوریې د جگړې اغیز
ویل کیږي کله چې د سوریې کړکیچ پیل شو نو له دغو سیمو به خلک راتلل او په ترکیه کې به یې خپلې کفترې پلورلې. له دې کبله د دغه مرغانو قیمت هم ډېر راکښته شوی. د ۲۳ کلن اسماعیل ازبیک په وینا د سوريې کړکېچ د زياتېدو په سبب د کفترو راتلل بند شوی او دلته یې بیې ډیري لوړي شوي دي.