په ترکیه کی تقریباً هره دوهمه واده سوې ښځه د خپل خاوند له خوا تر روحي تشدد لاندې راغلې ده. د هغه علت تر ټولو دمخه هغه مرد سالاره تفکر دی چي حکومت یې هم مخنیوی نه سي کولای. د اکتوبر په نیمایي کي اروپایي شورا په همدې دلیل ترکیه تر سخت انتقاد لاندي راوستله.