په ترکيه کې ترافيکي پېښه شوې درنه مرګ ژوبله ېې اړولې
۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، د غازي عينتاب والي، داود ګل (Davut Gül) د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل چې په ۱۵ مړو کې ۳ د اوژنې ادارې کارکونکي، ۴ روغتيايي کارکونکي او ۲ ژورنالیستان هم شامل دي.
والي زیاته کړه چې دغه ترافيکي پيښه د غازي عينتاب ښار مرکز او د نيزيت ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لوېه لاره چې د سورېې سرحد په اوږدو کې پرته ده، د یوه ميني بس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. هغه وویل د ژغورنې ډله د لومړنيو مرستو په موخه د پېښې ځای ته رسيدلې ده.
ګل وويل، ميني بس موټر دوه خبریالان او د ژغورنې کارکوونکي ووهل او مړه ېې کړل. دغه ژغورونکي تر دې مخکې ېوې بلې ترافيکي پيښې ته راغلي ول او ژورنالیستان د پيښې څخه د رپوت چمتو کولو په حال کې ول.
هغه زیاته کړه چې ميني بس په بل مخ واوښت او شاوخوا ۲۰۰ میتره وښويد چې بیا له يوه امبولانس او د خبریالانو د نشراتو له ېوې لارۍ سره وجنګيد. د ترکېې دولتی خبري آژانس، TRT وويل چې دوه مړه شوي خبریالان د IHA په نوم خبري آژانس څخه دي.
د NTV په نوم تلويزیون د پيښې یوه ويډيو خپره کړې ده. په دغه ويډيو کې ژغورونکي ښودل کيږي چې په یو ډير ګډوډ وضعیت کې په ميني بس کې د بند پاتې شوو کسانو د ایستلو هڅې کوي.
د IHA خبري آژانس يوه خبريال دغه تلویزيون ته وويل: «ډير بد حال دی... داسې ده لکه د جګړې صحنه، موږ خپل دوه همکاران له لاسه ورکړل.»
د آلمان خبري آژانس وايي د پيښې ۲۲ ټپيان روغتون ته رسول شوي خو دا چې د هغوی روغتيايي حالت څومره نازک دی یا نه دی، په سملاسي توګه څه نه دي ويل شوي.
تيره ورځ د مصر پلازمېنه قاهره ته نژدې یو مساپر وړونکي بس او لارۍ موټر په ټکر کې ۷ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي ول.
آ./م.ک.ص./ا.ا.