په ترکيه کي د اوښانو غېږه
د ترکيې په لويديځ کې دا نه چرګان دي چې په جنګ دي او نه هم غويان دي چې سره ښکر په ښکر دي. دلته ښکلي سنبال شوي اوښان د غېږ ايستلو په ميدان کې دي او په سونو خلک یې ننداره کوي.
پر سړکونو نندارې ته وړاندي کول
د ترکیې په لويديځ سيلچوک سيمه کې د غېږ ايستلو يا پهلوانۍ تر دوديزي سيالۍ يوه ورځ دمخه د يوه منصفه هئيت پر وړاندي ښکلي سنبال شوي اوښان د ښکلا په يوه سيالۍ کې هم بايد برخه واخلي. په رنګا او ګلدوزي شويو کالیو سنبال دغه اوښان د ډولونو او شپيليو په بدرګه د ښار په کوڅو کې ګرځول کيږي.
د مينې ډکه روزنه او ساتنه
د اوښانو خاوندان د دې سيالۍ له پاره خپل اوښان ډير په مينه روزي او دا کار زياتره وخت څو اوونۍ دوام کوي. معنی دا چې دا جشن د پخوانيو کوچانو او د دې ژويو ترمنځ له پيړيو راهيسې رامنځته شوي اړيکه پياوړي ساتي.
د کوچانو دودونه
ويل کيږي چې د اوښانو دا مسابقه د کوچانو او د اوښانو د کاروانو له وخته پاته يو دود دی. پخواني پهلوانان وايي چې دا د کوچانو يوه ډيره په زړه پوري مېله وه چې خپل اوښان به یې د يو بل سره جنګول.
اوښ د اوښ پر وړاندې
د مغشولتيا دا جشن هغه وخت جدي کيږي چې اوښان يو بل ټيله کوي او په پښو يو بل ځپي. مرسته کوونکي په همدې وخت کې اوښان د يو بل له څنګه جلا کوي څو سخت ټپي نه شي. د «تولو» په نامه اوښان چې د آسيايي او عربي نسل د يوځای کيدو په نتيجه کې رامنځته شوي، ډير ناياب او ارزښتناک بلل کيږي او زيان ورته بايد ونه رسيږي.
د ګټونکې د خولې سپين زګ
هغه اوښ ګټونکی وي چې مخالف اوښ په شړولو مجبور کړي، هغه په چغو کړي او يا یې پر مځکه وغورځوي. بيا يې نو د خولې سپینې لاړې د برياليتوب نخښه ده.
ستر ميدانونه
د اوښانو د غيږ ايستلو دغه فيستيوالونه اوس د فوټبال په ميدانونو، د پهلوانۍ او يا په نورو ميدانونو کې ترسره کيږي. يوزاې په سيلچوک کې هر کال کابو ۲۰ زره کسان د شا او خوا ۱۲۰ اوښانو نندارې ته راټوليږي.
مېله
سهار وختي خلک خپلې څوکۍ له ځان سره ميدان ته راوړي او د ميدان ښه ځايونه نيسي. بيا وروسته د خوراک او څښاک غرفې هم جوړيږي او ځيني خلک خپل د کباب نغري له ځان سره راوړي او مېله کوي.
په غړمبار د ميدانه شړل
په غړمبا او يا د خولۍ په سپين زګ جنګي اوښان خپل قهر او د جګړې اشتياق څرګندوي. ځينې ترکي «تولو» اوښان خو اوس په دې لوبه کې ډير مهارت لري او له خپلو څښتانونو سره په پرله پسې توګه تر يوه جنش وروسته په بل کې برخه اخلي.