په بې وزلو هیوادونو کي د واکسین د کمښت ستونزه
۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبهد نوموړي اتحادیې د یوې څانګي په توګه د آکسفام مرستندویه سازمان څرګنده ګړې، ددې له پاره چي د نړۍ په جنوب کي ډیر ژر خلک واکسین کړای سي، نو باید د دوا جوړولو له پاره د واکسین د اختراع د قانون ثبت لغوه سي. په دې ډول به ډیر هیوادونه وکولای سي خپل واکسینونه په خپله تولید کړي.
دغه اتحادیه په تیره بیا د دوا جوړولو شرکتونو د قدرت د انحصار خبره کړې ده. د آکسفام انترنشنل اجرایويي مدیره، ګابریلا بوچر وايي چي: «له اقتصادي لحاظه امتیاز لرونکي هیوادونه به نړیوال روغتیايي اضطراري حالت لا پسي اوږد کړي. یعني که هغوی د دوا جوړولو شرکتونو یوې کوچنۍ ډلي ته اجازه ورکړي چي د یو چا د ژوند یا مرګ په هکله پریکړه وکړي.»
حکومتونه مسؤلیت لري
په امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، آلمان او بریتانيا کي د یوې ټولپوښتني له مخي، څه د پاسه دوه پر دریمه برخه په دې نظر وه چي حکومتونه باید ددې غم وخوري چي د واکسین جوړولو تکنالوژي له نورو هیوادونو سره شریکه کړي.
ویل کیږي چي په راتلونکو ورځو کي، د روغتیا نړیوال سازمان همږغي کوونکی بڼسټ له خوا د واکسین د نورو دوزونو پر انتقال سربیره، بیا هم د روان کال تر نیمايي پوري په بې وزلو هیوادونو کي، یوازي د شاوخوا درې سلنه انسانانو د واکسین کیدو تمه کیږي.
خو بیا هم که هر څه ښه پر مخ ولاړ سي نو کیدای سي د کال تر پایه د هغه ځای د ولس یو پر پنځمه برخه واکسین سوې وي.
PG/NZ/DW Online