په امریکا کې سخت ساړه او په آسترالیا کې سوځونکي ګرمي
یووازي دونالد ترمپ پر دې معتقد نه دی چې د ځمکې د کرې تودښت د انسانانو له کړنو سره ربط نه لري. ښایي ډیر کسان په امریکا کې سخته واوره او یخني هم د ځمکې د کرې د تودښت جدي موضوع و نه انګیري. انځورونه
د امریکا متحدو ایالاتو په ختیځ سواحلو کې د یخنۍ وروستۍ څپې او د واوري سخت اورښت هغې ډلې ته چې باور لري، د ځمکې تودښت د انسان له چلن سره ربط نه لري، دا فرصت په لاس ورکړ چې په دې هکله خپل شک او تردید اعلان کړي.
په داسې حال کې چې امریکا له سخت یخ سره لاس او ګریوان ده، په آسترالیا کې بیا د اوړي په موسم کې د تودوخي درجه ۴۱ درجو ته رسیدلی ده. انځور په سیډنې کې د برونت د ساحل دی.
حقیقت دا دی چې په ټوله نړۍ کې د تودوخې درجې د رسمي ثبت له پیل راهیسې، تر اوسه پوري ۲۰۱۷م کال ثبت شوی تر ټولو ګرم کال وو.
خو پوښتنه دا ده چې په امریکا کې وحشتناکه یخه هوا او واوري او د نړۍ د تودوښي درجه څرنګه تشریح کیدلای شي؟ په دې هکله د څیړونکو لومړی ځواب دا دی چې هوا او د ځمکې ګرمیدلو ته باید د یوې پدیدې په توګه ونه کتل شي. ساینسپوهان د تودښت د درجې لوړیدل او ښکته کیدل یوه عادي پیښه بولي.
څیړونکي وايي چې د پیښو په هکله د بشر پوهه او درک او د دوی متاقبل اغیز تر اوسه پورې ډیر محدود او یا هم تازه پیل شوی دی. که څه هم د نړۍ د تودوښي په هکله څیړنې په دې وروستیو کې پیل شوي خو په دې وروستیو کې ځینو څیړونکو اعلان کړی چې په امریکا کې سخته سړه هوا او یخک د ځمکې له تودوښت سره مستقیمې اړیکې لري.
په داسې حال کې چې د امریکا په شرقي ساحلونو کې سخته سړه هوا او واورې وې، د ځمکې په بله برخه کې د اوړي موسم د تیرو کلونو په پرتله لا ډیر ګرم وو. د څیړونکو په حواله، په وروستیو کلونو کې څو ځله لیدل شوي چې هر ځل چې «جت ستریم» یعنې [د بادونونسبي قوي څپې] په اتومسفیر کې د څپو حالت غوره کړي، نو د امریکا په لویدیځو برخو کې ګرمه هوا او د قطبي هوا جبهې د دې هیواد شرقي لوري ته حرکت کوي.
جت ستریم په اصطلاح کې د بادونو هغه نسبي قوي څپو ته ویل کیږي چې د هوا په یوه نري جریان کې په یوه لوري تمرکز ولري. دغه بادونه د یوه تونل په شان د اتموسفیر پر سر په لوړه ارتفاع کې حرکت کوي.
جت ستریم د هوا له چټ جریان سره، تراوسه پوري د ځمکې جنوبي برخې ته د یوه کمر په شان د هوا مانع ګرځیدلی. د هوا د برخي کارپوهان وايي چې د شمالي قطب د هوا ګرمیدل چې د اقلیم تودوښت یې یو لامل دی، د دې سیمې او د ځمکې د نورو ګرموو سیمو د هوا د تفاوت د کمیدو سبب ګرځیدلی دی.
اوسمهال د ځمکې قطبونه د په ډیرې چټکۍ سره د ځمکې د استوايي برخو په څیر د ګرمیدو په حال کې دي. څیړونکي په دې باور دي چې دغه تغیراتو د جت ستریم په تعادل باندې هم اغیز کړی دی.
ساینسپوهان په خپلو وروستیو تیوري ګانو یا نظریو کې وايي چې دغه موضوعات ثابت شوي چې هر وخت چې جت ستریم کمزوري کیږي، د ځمکې په یوه برخه کې شدیده سړه هوا رامنځ ته کیږي. خو د دې دواړو پدیدو فزیکي اړیکې تراوسه پوري په ثبوت نه دي رسېدلي.
د امریکا د هوا پيژندني د ملي خدماتو څخه ریک تومن نیویارک ټایمز ته په دې هکله ویلي چې: «د شمالي قطب ګرمیدل ښايي د نړۍ په نورو برخو کې د هوا په ګرمیدو اغیز وکړي. دا هغه څه دي چې ټول ساینسپوهان یا څیړونکې پري توافق لري.»
د ځمکې د ګرمیدو یو له مهمو لاملونو څخه په اتومسفیر کې د ګلخانه اي ګازونو خپریدل دي چې د انسان په لاس تولیدي. څیړونکي وايي چې څیړنو ښوولي چې د ځمکې په اتومسفیر کې د ګلخانه يي ګازونو د تیرو۸۰۰ زره کلونو په ترڅ کې هیڅ وخت هم دومره لوړې کچې ته نه ده رسیدلې.
ګلخانه ای ګازونه د دې سبب کیږي چې د اتومسفیر له سطحې څخه د لمر کمې وړاندي انعکاس وکړي او دغه ګازونه د یوې چترۍ په شان د ځمکې پر سر ګرمه هوا ساتي. له ۱۹۵۸م کال راهيسي، د دې شان ګازونو کچه له۳۲۰پي پي ام څخه ۴۰۰ ته لوړ شوي دي.