په افغانستان کي د نجونو د فوټبال غوره ليک پيل سو
د افغانستا د نجونو فوټبال غوره ليک د ملي لوبډلي د ټاکلو په موخه په کابل کي د فوټبال فدراسیون په ستديوم کي پيل سو. د دغه ليگ بنسټ تيرکال کښېښول . په دغه ليک کی د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه اتو لوبډلو برخه اخيستې ده.
په افغانستان کي د نجونو يا ښځو د غوره ليگ لوبغاړي د ښوونځيو يا پوهنتونونو زده کوونکي دي.
دغه اته لوبډلي به د جواز مياشتي تر پايه پوري سيالي وکړي، څو د هغو له منځه د ملي لوبډلي له پاره غوره لوبغاړي وټاکل سي.
د افغانستان د ښځو فوټبال د فدراسيون رئيسه هاجر ابوالفضل وايي چي په دغو سیاليو کي ۳۶۰ تنو لوبغاړو ونډه اخيستې ده.
د ښځو غوره ليگ د بازۍ کولو د ځای په اړه ستونزه نه لري. دوی ته د سياليو له پاره يو ميدان ټاکل سوی دی.
په افغانستان کي اوس هم ښځي او نجونوي د خپلو دودونو له کبله آزاد فوټبال وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دغه هیواد په ۳۰ ولايتونو کي فعال دی. خو يوازي په پنځو ولايتونو کي د ښځو فوټبال فعاله دی.
بلخ، هرات، کابل، سرپل، جوزجان او غور هغه ولايتونه دي چي د ښځو او نجونو د فوټبال لوبډلي لري. د دغو لوبډلو ډيري يې په مکتبونو يا پوهنتونونو کي دي.
په وروستیو کلونو کي داسي په دغه هيواد کي د ښځو له فوټبال سره علاقمندي ډېره سوې ده.
بې له کابله په نورو ولايتونو کي ستونزمنه ده چي ښځي دي بې له مشکلاتو فوټبال وکړي.
د غوره ليگ سيالو لگښت د دغه هيواد د فوټبال فدراسيون پر غاړه دی.
د افغانستان د ښځو فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي اوس نزدې ۱۰۰۰ تنې ښځي او نجوني د فوټبال په لوبډلو کي بازۍ کوي.
دا دوهم کال دی چي په افغانستان کي د ښځو فوټبال د غوره ليگ سيالۍ ترسره کيږي. د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلي په لومړي وار په ۲۰۱۰ کال کي د جنوبي آسيا اتلي په سياليو کي چي په بنگله دېش کي ترسره سوې گډون وکړ.
د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په ۲۰۱۲ کال کي د جنوبي اسيا اتلولي په سیاليو کي وتوانېده چي د پاکستان لوبډلي ته ماته ورکړي.
هغه دوستانه بازي چي په ۲۰۱۲ کال کي په قطر کي تر سره سوه، افغان لوبډله وتوانېده چي د قطر لوبډلي ته هم ماته ورکړي. افغان لوبډلي د اروپايي هيوادونو له څو لوبډلو سره هم لوبي کړي دي.