په استانبول کې څومره اروپا نغښتې ده؟
د اړیکو پر بحران سربیره هم اروپا او ترکیه مشترک ټکي لري. د مثال په ډول استانبول. دغه ۱۵ میلیوني ښار نه یوازې د جغرافیایي موقیعت له مخې د اروپا یوه برخه ده بلکې په دغه ښار کې نور تضادونه هم لیدل کیږي.
استانبول د نورو ښارونو په کتگورۍ کې نه راځي
استانبول د نړۍ یوازینی ښار دی چې په دوو لویو وچو اروپا او آسیا کي پروت دی. په دغه ښار کی په موازي ډول عنعنه او عصریتوب، دین او سیکولار ژوند داسې ډول پر مخ ځي چې په بل ځای کې نه موندل کیږي. د زیاترو کسانو په نظر همدا خبره د دغه ښار ځانگړتیا ده.
د نړۍ دوه زره کلن تاریخ درلودونکی ښار
استانبول څه د پاسه ۲۶۰۰ کاله تاریخي قدامت لري چی اغیز یې تر نن ورځي پوری لیدلي کیږي. د دغه ښار د په لاس راوړلو له پاره پارسیانو، یونانیانو، رومیانو او عثمانیانو له او یو بل سره شخړې کړي دي. قسطنطنیه وروسته د عثمانیانو مرکز وو او په ۱۹۳۰ کی یې نوم په استانبول واوښت.
د دوو نړیو ترمنځ
بوسپوروس یا بسفر تنګی د استانبول زړه جوړوي. دغه سمندر د نوموړي ښار اروپایي او آسیایی برخه سره بیلوي. هره ورځ بیړۍ په لسونو زره کسان له یوې برخې څخه بلې برخې ته انتقالوي. دغه سفر د شلو دقیقو په شاوخوا کی وخت نیسي.
پُلونو دغه ښار سره نښلولی دی
د گالاتا له پله څخه کښتۍ او نور څه ښه لیدل کیږي. کب نیونکي یو بل ته نژدې د یوه ښه ښکار له پاره ولاړ دي. همدارنگه دوکانداران، سیلانیان، بوټ پاکوونکي او د جوارو خرڅوونکي هم لیدل کیږي. دلته لومړنی پُل په ۱۸۴۵ کال کې جوړ سوی دی. په هغه وخت کې دغه ښار قسطنطنیه نومیده.
اروپا یو احساس دی
یو کب نیونکی وایی «زما نوم ویفکي دی. زه ځان اروپایی احساسوم. موږ د لازیاتي آزدۍ په هیله یو. له همدې کبله باید اروپایی ټولنه او ترکیه یو وار بیا سره نژدې سي. ویفکي متقاعد دی او د کب نیولو سره شوق لري. د هغه په خبره په بازار کی د دوو کیلو ماهیانو په بدل کی د اته یورو معادلې پیسې په لاس راوړي.
د ښار په زړه کی منارونه او گُنبدی
د ښار په زړه د تقسیم په میدان کی ودانۍ. په ډیر سرعت سره دلته د یوه نوي مسجد چی ۳۰ متره لوړه گُنبده او دوه منارونه لري، د جوړولو چاری روانی دي او باید په ۲۰۱۹ کال کی تر انتخاباتو پوری بشپړه سي. منتقدین بیا وایی چی د ترکیی ولسمشر طیب رجب ادروغان غواړی دغه ځای ته د اروپایی او سیکولارې څیرې پر ځای اسلامی محافظه کاره او نوې عثماني څیره ورکړي.
د استانبول په منځ کی «کوچنۍ سوریه»
د فاتح مسجد ته نژدې سوریایی رستورانت هرڅوک پیژني. د هغه د رستورانت کباب ډیره اوږه لري. په ترکیی کی مهاجرو ته په رسمي ډول «مسافر» ویل کیږي. دلته د پناهنده اصطلاح رواج نه لري ، لکه څرنگه چی په اروپایی ټولنه کی ورته ویل کیږي. خو حکومت بیا په لسونو زرو سوریایانو ته د ترکي تابیعت ورکولو وعده ورکړې ده. منتقدین بیا د حکومت دغه کار ته په انتخاباتو کی د ډیرو رایو د په لاس راوړلو په سترگه گوري.
د سیلانیانو په اتنظار
عایشه سراج اوغلو وایی چی استانبول ډیر بدل سوی دی. دا د گالاتا په سیمه کی چی ډیر سیلانیان ورځي ، د ډیزان په یوه دوکان کی کار کوي. د هغې په خبره څو کاله مخکی لا ډیر اروپایان دلته راتلل او خپله رخصتي به یې تیروله خو اوس تر ټولو زیات عربي توریستان راځي. هغه وایی «دا کار زموږ تجارت ته تاوان رسوي. زه هیله لرم چی دا هرڅه بدلون ومومي.»